د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېری چینایان پاکستان ته په ښه سترګه نه ګوري


فارن پالیسي مجلې په خپله لیکنه کې د پیو په نوم د څېړنیز مرکز دوه نظر پوښتنې څېړلې دي. دا نظر پوښتنې په ۲۰۱۴ز کال کې په پاکستان او چین کې شوې وې.

فارن پالیسي مجلې په خپله لیکنه کې د پیو په نوم د څېړنیز مرکز دوه نظر پوښتنې څېړلې دي. دا نظر پوښتنې په ۲۰۱۴ز کال کې په پاکستان او چین کې شوې وې.

مجله لیکي، په پاکستان کې ۷۸ فیصده خلک چین ته ((په ډېره ښه سترګه)) ګوري او یو ملګری هېواد یې بولي. خو د دې برعکس، په چین کې یوازې ۳۰ فیصده خلک، پاکستان په مثبته توګه یادوي.

د هغه هېواد زیاتره وګړي دا مني چې د اسلام اباد او بیجنګ تر منځ نېږدې اړیکي دي، خو چینایان ((پاکستان د تشدد او ګډوډۍ ښکار هېواد بولي)) او وايي، هلته د حکومت عملداري نشته.

مجله کاږي، په چین کې چې له خلکو پوښتنه وشي چې که د یوه داسې هېواد تصور وکړي چې هلته تاوتریخوالی وي، قانون پکې واکمن نه وي او وروسته پاتې وي نو څه ورته ذهن ته ورځي؟

په لیکنه کې راغلي، ځېنې خلک وايي، د داسې هېواد تصور چې وکړي نو ((پاکستان ذهن ته ورځي.))

په ۲۰۱۳ز کال کې یوې ځوانې ښځې چې د چین په شمال کې د دالیان ښار پوهنتون دننه په هاسټل یا لیلیې کې خپله کوټه ولیده نو د کوټې حالت ډېر خراب وو. دې ښځې وویل، ((فکر یې وکړ چې لکه پاکستان ته لېږدول شوې.))

تېر کال چې کله د مالېزیا (ملاېشیا) الوتکه ورکه شوه نو په چین کې ځېنو خلکو فوراً فکر وکړ چې ګواکې ((په دې کار کې به د پاکستان د سختدریځه وسله والو لاس وي.)) په هغې الوتکې کې سپاره زیاتره کسان چینایان ول.

په ۲۰۱۳ز کال کې پر چینايي ټولنیزو ووبپاڼو په پاکستان کې د ترهګرۍ او ترهګرو په اړه بحث پیل شوی وو. په هغه بحث کې یوه کس لیکلي ول چې پاکستان یو غریب هېواد دی چې ((غریب وګړي یې په کوڅو کې نجونو پسې نارې وهي او ناسمې خبرې ورته کوي.))

فارن پالیسي مجله زیاتوي، په چین کې البته داسې کسان هم شته چې دا ګڼي چې اسلام اباد او بیجنګ هېڅ شخړه یا تاریخي لانجې نه لري نو ښه اړیکي ساتلای شي.

XS
SM
MD
LG