د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کتاب نړیواله ورځ او په خوست کې د ژباړې مرکز پرانیسته


د خوست فرهنګیان، لیکوال او مدني فعالان وايي، چې په پښتو ژبه ډېر لږ علمي او ټولنیز اثار چاپ شوي او له همدې کبله په علمي مرکزونو او پوهنتونو کې هغه اثار او کتابونه چې د اوسني وخت اړتیا او د خلکو غوښتنه ده نشته

د خوست فرهنګیان، لیکوال او مدني فعالان وايي، چې په پښتو ژبه ډېر لږ علمي او ټولنیز اثار چاپ شوي او له همدې کبله په علمي مرکزونو او پوهنتونو کې هغه اثار او کتابونه چې د اوسني وخت اړتیا او د خلکو غوښتنه ده نشته.

دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته د کتاب د نړیوالې ورځې په لمانځنه او په همدې مناسبت په خوست ولایت کې (خوست د ژباړې مرکز) په پرانیستغونډه کې وکړې.

د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد حضرت بهار وویل، چې د دا ډول مرکز د جوړولو له پاره لا مخکې انفرادي هڅې روانې وې، خو د کتاب نړیوالې ورځې خوستیو فرهنګیانو ته دا فکر ورکړ، چې باید د پښتو ژبې د علمي بډاینې له پاره عملاً د ژباړې مرکز پرانیزي:

((اصل خو یو په خپله د ژباړې اړتیا ده، په علمي مرکزونو او پوهنتونونو کې چې په پښتو ژبه کې هغه کتابونه چې اوسني عصر او خلک يې غواړي نشته، دویم دا چې په کلیو کې او انفرادي ډول دې کار ته پراخې هڅې روانې وې، بل دا چې دا کارونه باید منسجم شي او په ترتیب سره تعقیب شي، چې کوم کار ته کومه شوی دی او په ضمن کې یو کتاب ممکن د څو کسانو له خوا وژباړل شي، نو د دې د تکرار مخه به هم ونیول شي.))

مدني فعال فیض الله غمخور وویل، چې دوی به سږ کال په بیلابیلو علمي او ټولنیزو برخو کې پنځوس عنوانه کتابونه له انګلیسي، عربي، اردو او نورو ژبو څخه پښتو ته راوژباړي.

دی زیاتوي، چې لیکوال به په دې برخه کې پراخو کوښښونو ته وهڅوي:

((په دې مرکز کې هغه کسان راټول شوي دي، چې عملاً په ژباړه اخته دي، د دې مرکز یو کار ددې خلکو یو ځای کول وو، همدارنګه د دې کسانو په واسطه به موږ نور خلک هم وهڅوو، چې ژباړې ته مخه کړي او دویمه هڅه مو داده چې په دې مرکز کې مو د پوهنتونونو، انسټیټیوټونو او دارالمعلمینو استادان سره راټول کړي دي او هڅه مو داده چې دوی نور هم په دې برخه کې زیار ته وهڅوو.))

سیف خوستی وايي، په دې مرکز کې هغه کسان چې نورو ملي او نړیوالو ژبو سره بلد دي راټول شوي او پښتو ژبې ته د اثارو د ژباړې په برخه کې به کار کوي.

دی زیاتوي، چې د ژباړې کار په انفرادي ډول له مخکې روان دی، خو اوسنۍ حرکت به دا پاشلې هڅې نورې منظمې، منسجمې او اغیزمنې کړي.

د خوست پوهنتون یو بل تن استاد رحمن الله رفا وايي، په خوست کې د ژباړې له پاره ښه ظرفیتونه شته او دا ټولنه به دا ظرفیتونه په سم ډول رهبري او تنظیم کړي، تر څو د نورو ژبو مهم کتابونه پښتو ته راوژباړي:

((خوشبختانه د خوست ځوانان راټول شوي دي، تر څو یوه ټولنه جوړه کړي، شته ظرفیتونه سم رهبري کړي، تنظیم يې کړي تر څو په علمي برخه کې په نورو ژبو اساسي کتابونه پښتو ته راوژباړي.))

د خوست لیکوال او فرهنګیان داسې مهال پښتو ژبې ته د ژباړې مرکز پرانیزي، چې د کتونکو له نظره په په علمي او تحصیلي موسساتو کې ډیری تدریسیدونکي چپټرونه او اثار معیاري، همدرانګه د ګرامر او د ژبې په قواعدو پوره نه دي.

XS
SM
MD
LG