د لاسرسي ځای

تازه خبر

اقتصادۍ راهدارۍ وړې صوبې د پنجاب پر وړاندې ودرولې


دا خبره په ښکاره کيږي چې دا د چين او پاکستان دوستي نه بلکې دا د پنجاب او پاکستان دوستي ده. د پنجاب او نورو وړوکو صوبو ترمنځ به اوس يو ټکر راځي

پاکستان پيپلز پارټۍ د پنجشنبې پر ورځ په اسلام آباد کې له سياسي ناندري سره مخامخ د چين - پاکستان اقتصادي راهداری په اړه ټول ګونديز کانفرنس رابللی دی.

پيپلز ګوند دا اقدام له هغه وروسته کوي چې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونو او سياسي ګوندونو وار له مخه له کاشغره تر ګوادره د جوړېدونکې لارې بدلولو مخالفت کړی دی.

د پيپلز ګوند په راوغوښتل شوي ټول ګوندېز کانفرنس کې د سیند، بلوچستان او خيبر پښتونخوا ټولو ګوندونو ته بلنه ورکړل شوې ده.

د دې ګوند د مرستيال مشر آصف علي زرداري وياند فرحت الله بابر مشال راډيو ته وویل چې دوی له حکومت غواړي چې د اقتصادي راهدارۍ په دې تړون کې دې له شفافيت کار واخلي.

د ده په وينا د واکمن مسلم ليګ ن حکومت له کسته «ارادتا» د شپږ څلوېښت اربه ډالرو د دغه منصوبې په اړه ټول تفصيل په ډاګه کول نه غواړي.

دی زياتوي چې حکومت مبهمه خبره کوي او د منصوبې ټول تفصيل مخي ته نه راوړي.

( حکومت ته پکارده چې پارلېمان ته راشي او ووايي چې د دوی لومړۍ ترجيح کومه لار ده. دوی تراوسه دا نه دي ويلي چې دوی به لومړی کومه لاره جوړوي. دویمه خبره دا ده چې څومره اقتصادي منصوبې دي د هغو په اړه پکار ده موږ خبر شو چې دا به په کومه صوبه کې وي، په کومه ځای کې به وي؟ نو حکومت په دې کې کوتاهي کړې ده او موږ، د خېبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان حکومتونو دا غوښتنه کړې ده او زموږ ويره دا ده چي حکومت د خپلي ناپوهي له وجي هسي نه دغه ډيره ښه پروژه ناندریزه يا متنازعه نه کړي)

که څه هم د بلوچستان او خېبر پښتونخوا اسمبليانو قرادادونه منظور کړي چې له کاشغره تر ګوادره جوړېدونکې راهداري دې پخپله اصل لاره یانې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان له لارې ګوادر ته ورسوي او دا دې پنجاب ته نه اړوي. خو د ځېنو کارپوهانو په وينا د پيپلز ګوند په دې مسئله کې ښکېلتيا به د مرکزي حکومت لپاره ښايې ډېر مشکلات پيدا کړي.

د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي، د اقتصادي راهدارۍ لانجې په پاکستان کې سياسي ګوندونه سره وېشلي دي او اوس پنجاب يو طرف ته او نورې درې صوبې مخالفي غاړي ته ولاړي دي.

( آصف علي زرداري غونډه وکړه او اوس يې ټول ګوندېزه کانفرنس رابللی دی نو دا د دې خبرې څرګندويي کوي چې په کوم ډول چې دغسي کارونه کېږي، دوی له هغو مطمینه نه دي. هغوی په دې ( چين - پاکستان اقتصادي دهلېز) کې شفافيت او د نورو صوبو برخه غواړي. دا خبره په ښکاره کيږي چې دا د چين او پاکستان دوستي نه بلکې دا د پنجاب او پاکستان دوستي ده. د پنجاب او نورو وړوکو صوبو ترمنځ به اوس يو ټکر راځي)

خو په کراچۍ کې د سياسي چارو کارپوه وسعت الله خان وايې، حکومت او مخالفه ګوندونه د خپلو خپلو دعوو په اړه هېڅ ډول کوټلي ثبوتونه نلري.

(حکومت روڼ تصوير نه ورکوي او زما په خيال يو داسې خطرناکه لوبه کوي چې تاوان به يې د پاکستان وفاق ته ورسېږي او دا شان کوم خلک چې د اقتصادي راهدارۍ په ډېر یقين سره مخالفت کوي له هغوی سره هم هېڅ ډول ثبوت نشته نو نه حکومت او نه هم مخالفين څه ثبوت لري نو په داسي يو تت صورتحال کې که ټول ګوندیز کانفرنس وشي او کنه، هېڅ فرق نه اچوي.)

خو د مخالفه ګوندونو د پرلپسې تورونو او ادعا په ځواب کې د پاکستان د پلان او پرمختګ وزير احسن اقبال د چارشنبې په ورځ خبري کانفرنس وکړه. ده وويل چې د اقتصادي راهدارۍ لپاره ټاکل شوې لاره نه بدلېږي او د ده په وينا مخالفه ګوندونه غواړي چې منصوبه متنازعه کړي.

XS
SM
MD
LG