د لاسرسي ځای

پاک - چین اقتصادي معاهدې او د هند ممکنه غبرګون


د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې له دې سره به په سیمه کې تجارتي هلې ځلې زیاتې شي او داسې فکر کېږي چې په پاکستان کې دننه به د امنیت په راوستلو کې هم مثبت کردار ترسره کړي.

د چین ولسمشرشي جینپنګ پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له دغه هېواد سره له کاشغره تر ګوادر د یوې لویې اقتصادي لارې پشمول یو شمېر نورې اقتصادي منصوبې لاسلیک کړې، چې د نژدې لسو کلونو په اوږدو کې به ۴۶ اربه ډالره لګښت پرې راځي.

پوښتنه دا ده چې په دومره لوی کچ له پاکستان سره د چین پانګونه به د هند څه ډول غبرګون راوپاروي، د دفاعي چارو څیړونکی ریټایرډ لیفټینېټ جنرل طلعت مسعود یې په اړه وايي:

[ چونکې د سیمې هر یو هېواد له بل هېواد سره د ښه تعلقاتو په ساتلو کې خپلواکه دی او بیا چې کوم هېواد پرمختګ کوي هغه له شخړو ډډه کوي نو هند ته په دې هکله اندیښمن کیدل پکار نه دي. بلکه پکار دي چې د خپلو ګاونډي هېوادونو سره د انصاف په بنیاد خپلې مسلې هواري کړي.]

د هند حکومت لا هم په رسمي ډول په دې هکله څه نه دي ويلي خو هندي څېړونکی منوهر سنګ بترا د خپل هېواد د ممکنه اندیښنو په اړه وايي، [اولنۍ خبره خو دا ده چې دغه اقتصادي لاره به په سر کې د کشمیر د لانجمنې سیمې نه تېرېږي، دویمه خبره دا ده چېچین له ډېر وخته راهیسې له هنده غواړي چې د کاشغر په سیمو کې د یو سیند اوبه بلې خواته واړوي او هند یې ورسره نه مني نو اوس دا مالومه نه ده چې له کاشغره تېرېدونکې دا لار به له هغه سیمو تېرېږي او که نه، که تېرېږي نو بیا به هند لازمي اندېښنې څرګندوي. نوکېدی شي چې دا منصوبه د پاکستان په ګټه وي لیکن زه پخپله دا احساسوم چې تر څو د هند تعلق دی هغه به د چین او پاکستان سره خپلو مسلو ته ګوري، او د هغې په رڼا کې به د دې لارې په اړه انديښنې لري]

خو د دفاعي چارو څیړونکې عایشه صدیقه وايي تر څو چې د پاکستان او هند ترمنځه کړکیچ موجود وي تر هغې به دواړه هېوادونه د یوبل په اړه اندیښنې لري. بیا د هندوستان او چین ترمنځه هم کشالې شته نو ځکه هندوستان په پاکستان کې د چین هر ګام ته د شک په نظر ګوري.

[که څه هم هندوستان او چین له یو بل سره تجارتي تعلقات لري خو په بنیادي توګه د دېدواړو هېوادونو ترمنځه مسلې هم شته. بیا چین په برما او سري لنکا کې هم بندرونه قایم کړي او دا راز یې اوس د ګوادر بندرچارې هم ترلاسه کړي چې په وخت د ضرورت د پوځي مرکزونو په توګه د استعمالامکان لري نو ظاهره ده چې هندوستان به دا فکر کوي چې چین ترې چاپیره تاؤ شو، یعنې سیمه ایز امنیت په ممکنه ډول د خطر سره مخ کیدلې شي خو دا اوس په پاکستان پورې اړه لري چې څه ډول ددې اقتصادي لارې نه مالي ګټې هم ترلاسه کړي او د سیمه ایز سیاست او استحکام لپاره د ګواښ مرکز د جوړیدلو نه هم ډډه وکړي.]

خو لیفټیننټ جنرل طلعت مسعود وايی، دسیمې د پرمختګ لپاره ضروري دهچې د پاکستان، هندوستان او چین ترمنځه بنیادي مسلې د خبرواترو دلارې هوارې شي، که نه وي نو په دې سیمه کې به دغه ډول ګټه ورې منصوبې تل د اندیښنو سره مخامخ کیږي.

XS
SM
MD
LG