د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د تېښتونو پر ضد د ډاکټران کاربندیز


بلوچستان کې د ډاکټرانو اتحادیې صوبایي ویاند ډاکټر سعید میرواني
بلوچستان کې د ډاکټرانو اتحادیې صوبایي ویاند ډاکټر سعید میرواني

د بلوچستان د صحت محکمې سیکرټر تېره شپه مشال راډیو ته وویل چې د تېښتول شوي ډاکټر د خلاسولو لپاره حکومتي هڅې روانې دي. د ده په وېنا،د ډاکټرانو د ساتنې مجموعي ستونزه هم د دوي په پام کې ده.

بلوچستان کې ډاکټرانو د صوبې په ټولو روغتونونو کې د ۲-۲ ګنټو لپاره کاربندیز شروع کړی دی.د دوي په خبره، هړتال یې د تېښتول شوي ډاکټر،امیر بخش د خلاسېدو او ډاکټرانو ته د ساتنې ورکولو لپاره پېل کړی دی.د دوی په خبره،که غوښتنې یې و نه منل شي،نو د ۲ ګنټو هړتال به په بشپړ کاربندیز بدل کړي.

بلخوا د بلوچستان د صحت محکمې سیکرټر تېره شپه مشال راډیو ته وویل چې د تېښتول شوي ډاکټر د خلاسولو لپاره حکومتي هڅې روانې دي. د ده په وېنا،د ډاکټرانو د ساتنې مجموعي ستونزه هم د دوي په پام کې ده.

بلوچستان کې د ډاکټرانو اتحادیې پي-اېم-اې صوبایي ویاند ډاکټر اسماعيل میرواني له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوشنبې له ورځې یې د صوبې په ټولو روغتونونو کې د سهار له ۹ بیا تر ۱۱ بجو هړتال شروع کړی دی. د ده په خبره هړتال به یې د تېښتول شوي ډاکټر تر خلاسېدو جاري وي.

ډاکټر اسماعیل میرواني:

«تېره اونۍ زموږ یو ډېر لوی ډاکټر د بلوچستان صحت محکمې د ډایرېکټر جنرل دوتر ومخې ته وتېښتول شو. تر اوسه یې هېڅ درک نشته چې چا د څه لپاره و تېښتولی. ځکه موږ حکومت ته د ۲۴ ساعتو وروستۍ نېټه (الټي مېټم) ورکړې وه،خو ټاکل شوی وخت تېر شو، مګر ډاکټر وموندل نشو. نو وروسته موږ په ټول بلوچستان کې د دوو-دوو ساعتونو لپاره د هړتال اعلان وکړو چې لا هم جاري دی»

ډاکټر اسماعیل میرواني زیاته کړه، له تېرو دوو درو کلونو راهیسې یو شمېر ډاکټران د ناامنیو پېښو ښکار شوي دي او د ده په وېنا، دغه لړۍ لا هم جاري ده:

«په تېرو دوو یا درو کلونو کې زموږ ۱۲ ډاکټران د پېسو لپاره تېښتول شویدي. په دغو ډاکټرانو کې ډېر لوی لوی نومونه شامیل دي. د دې تر څنګ زموږ ۸ ډېر منلي ډاکټران په دغه موده کې د هدفي وژنې شکار شویدي او د حکومت لخوا هیڅ ساتنه (سیکیورټي) نشته»

د ډاکټرانو اتحادیې، پي-اېم-اې یو بل غړی ډاکټر سعید میرواني بیا وویل چې دوي اوس خو یوازې ۲ ساعته هړتال کوي، خو د غوښتنو نه منلو په صورت کې به په سخت احتجاج لاس پورې کړي:

«هیڅ تحفظ او ساتنه نشته.موږ خوندي نه یو. حکومت موږ ته ساتنه راکړېده او نه یې په دغه لړ کې ګامونه پورته کړیدي.موږ په دغه اړه تر وزیراعلا او نورو چارواکیو هم خپل غږ رسولی دی،مګر تر اوسه څه عملي کار نه دی شوی.ګنې موږ د احتجاج شوق نه لرو.زه دا منم چې د ډاکټرانو هړتال پر غریبو مریضانو اثر کوي.لیکن تاسو راته ووایاست چې موږ نور څه وکړو؟ مجبور یو او په علامتي توګه خپل احتجاج څرګندول غواړو»

په دغه اړه زیاتره مریضان او د هغوي خپلوان په دې نظر وو چې د دوو ساعتو هړتال تر دې وخته دوي ته کومه زیاته ستونزه نه ده رامنځ ته کړې،خو له یو مریض سره راغلی خپلوان نېک محمد بیا څه داسې وویل:

د ډاکټرانو د هړتال او امنیت ستونزه مې د بلوچستان د صحت محکمې ستر سیکرټر،نورالحق بلوڅ مخې ته کښېښووله. نوموړي یې په اړه وویل:

«د ډاکټر د تازه تېښتونې مسله موږ په ډېرې لوړې کچې څارو او دا وخت وزیراعلا په خپل سر پر دغه لګیا دی چې په دغه اړه چېرته، څه څه کول پکار دي؟ بله خبره دا ده چې دا قیسمه یوه یوه پېښه کله کله وشي، مګر په مجموعي توګه د ډاکټرانو امنیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی او موجوده حکومت په دغه لړ کې سخت ګامونه پورته کړي دي. ډاکټرانو ته موږ ډاډ ورکړی دی چې دوی دې اطمینان ولري، څومره چې توان او هڅه وي، هغه به د دوی لپاره کوو»

یاده دې وي، په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د ډاکټرانو تېښتونه بیا پېل شوېده. د ډاکټرانو په وېنا، زیاتره وخت دوی له درنو پېسو ورکولو وروسته خلاس کړل شي.

XS
SM
MD
LG