د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د افغانستان دښمنان به هېڅکله بری ونه مومي”


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان دښمنان به هېڅ کله ونشي کړای چې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره د افغانستان دولت له ماتې سره مخامخ کړي.

ولسمشر غني دا څرګندونې نن (پنجشنبه) په جلال اباد کې هغې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې چې په دغه ښارکې د وروستۍ ځانمرګي برید د قربانیانو په یاد جوړه شوې وه.

افغان ولسمشر او اجرایې رییس نن سهارد ننګرهار مرکزجلال اباد ته ولاړل.

په جلال اباد کې د شنبې پر ورځ په یوې ځانمرګي برید کې ۳۴ تنه ووژل شول او څه باندې ۱۲۰ نور ټپیان شوه.

د دغې حملې مسولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلې و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG