د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ۱۷ وسله وال وژل شوي


په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د غزني زابل په نوم د یادو ځواکونو د روانو عملیاتو په ترڅ کې په تیره یوه شپه ورځ کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا د ملي اردو ځواکونو مطبوعاتي دفتر مشال راډیو ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو ځواکونو د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې پر وسله والو د درنو وسلو او توپونو برید کړی، چې ۱۵ وسلوال په کې ځای پر ځای وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې دوه نور وسلوال چې د ماین د خښولو پر مهال يې د ملي اردو سرتیرو سره وسله واله جګړه وکړه، ووژل شول.

په پکتیا کې د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې یادو ځواکونو د پکتیا، خوست او میدان وردکو په بیلابیلو سیمو کې د وسلوالو له لوري د سړک پر غاړو ۱۱ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG