د لاسرسي ځای

“خېبر پښتونخوا کې د ښوونځيو امنیت لپاره تر۱۰ زره زیات ساتونکي روزل شوي”


د خیبر پښتونخوا پولیسو اداره وايي، په پېښور کې پر سکول تر برید وروسته یې د تعلیمي ادارو له ۱۰ زره څخه زیات ساتونکي روزلي دي.

بېګا د پولیسو له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د سکولونو شاوخوا ۱۰ زره نور داسې ساتونکي هم شته چې دوی به ورته ژر روزنه ورکوي.

بیان وايي، د روزنې په نتیجه کې به ساتونکي په دې وتوانېږي چې د وسله والو حملو پر مهال دفاعي اقدامات وکړي.

تېر کال په ډېسېمبر کې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول په وسله وال برید کې ګڼ زده کوونکي وژل شوي او ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG