د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ایران دې یمن ته وسلې نه استوي"


امریکايي ولسمشر باراک اوباما ویلي، حکومت یې ایران ته خبرداری ورکړی دی چې یمن ته د وسلو استول به په سیمه کې د سامانونو وړلو راوړلو بهیر وګواښي.

بېګا له اېم اېس اېن بي سي ټیلي وېژن سره د مرکې پر مهال اوباما وویل، ایران ته یې ((سپین او مستقیم پیغام ورکړی)) دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې رپورټونو وویل، ښايي ایرانۍ کښتۍ په یمن کې حوثي یاغیانو ته د وسلو انتقالولو په حال کې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وویل امریکايي الوتکې وړونکې بېړۍ د یمن ساحل لوري ته په لار ده چې په سیمه کې د بېړیو ازادانه تګ راتګ برقراره وساتل شي:

((د دې اقدام موخه دا ده چې د عدن په خلیج او سره سمندرګي کې د کښتیو او کاروباري بېړیو ازادانه تګ راتګ برقراره وساتل شي.))

په عین وخت کې د سعودي عرب په مشرۍ اېتلاف د حوثي یاغیانو پر ضد له یوې میاشتې راهیسې د روانو بمباریو پای ته رسولو اعلان وکړ او ویې ویل چې خپل پوځي اهداف یې تر لاسه کړي دي. ایران د دې اقدام هرکلی کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG