د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د مصر پخواني ولسمشر مرسي د بند سزا په اورولو اندېښنه ښودلی


د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي او ملاتړو ته د ۲۰ کلونو بند سزا په اورولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میري هرف بېګا وویل، واشنګټن به د ((دې ارزونه وکړي))

چې عدالت په کوم اساس دا پرېکړه کړې او زیاته یې کړه چې ((ټول مصریان حق لري چې له قانون سره سم مساوي او په انصاف ولاړ چلند ورسره وشي.))

د قاهرې جنايي عدالت د سېشنبې پر ورځ مرسي ته په ۲۰۱۲ز کال کې د مظاهره کوونکو نیولو او پر هغوی د تشدد په تور سزا واوروله.

د مرسي ملاتړي د نوموړي پر ضد د مظاهره کوونکو وژنو په تور تورن شوي ول.

د مرسي ملاتړیو پر مخالفو احتجاج کوونکو حمله وکړه چې له کبله یې نښتې پیل شوې او لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول. مرسي د سکندریه له ساحلي ښار سره نېږدې، په ټینګ امنیت کې په یوه زندان کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG