د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د خونړیو پېښو ضد مدني ټولنو ویر اعلان کړی


په افغانستان کې د مدني ټولنو اتحادیې د ننګرهار، خوست، غزني او بدخشان پېښو په غبرګون د پنجشنبې او جمعې پر ورځو ویر اعلان کړی دی.

د اتحادیې مشرانو او غړو بېګا مشال راډیو ته وویل، د یادو پېښو ښکار شویو لپاره به د دوعاګانو او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ غونډې جوړوي. هلته د افغان ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي بېګا مشال راډیو ته وویل، د هېواد وګړي باید د دې ډول پېښو او ترهګرۍ پر ضد راپاڅي

په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د ناامنۍ په پېښو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG