د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ غړو د کلاسیف الله ماشومانو مرګ پلټنو غوښتنه کړې


په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې د اسمبلۍ يوشمېر غړيو د صوبې د صحت د څانګې پر چارواکو او ډاکترانو سخته نيوکې وکړې، او ټولو په يوه ږغ غوښتنه وکړه، چې د کلاسیف الله

په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې د اسمبلۍ يوشمېر غړيو د صوبې د صحت د څانګې پر چارواکو او ډاکترانو سخته نيوکې وکړې، او ټولو په يوه ږغ غوښتنه وکړه، چې د کلاسیف الله په پيتاو باتوزيي کې له مرموزې ناروغې څخه د مړو شويو ماشومانو د مړينې د پلټنې لپاره دي يوه داسې کمېټۍ جوړه شي، چې پرې د دوی په خبره د مړو شويو ماشومانو د کورنيو باور وي.

په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ښځينه غړې عارفه صدیق وویل، د صحت د څانګې لخوا پر جوړې شوې کمېټۍ باندې د مړيو شويو ماشومانو د کورنيو باور نشته او بله کمېټۍ دي جوړه کړل شي.

تردې وروسته د دغه ګوند صوبايي وزیر نواب ایاز جوګېزيي بیا وویل، آيا دوی کلیوالو سیمو ته ډاکټران استوي او که د ډاکټرانو په جامه کې قاتلان؟

(( زما په فکر که تردې درملو خلک خاورې وخوري نو ښه به وي. دا څه ډول درمل موږ پر خپلو خلکو خورو. دا درمل چېري جوړېږي يا دا له کوم ځای څخه اخیستل کېږي. آيا موږ د ماشومانو د وژلو لپاره قاتلان هلته لېږلي او که مو د هغوي د ژوند ژغورلو لپاره ډاکتران استولي دي؟ دا موږ کومې خواته روان یو او څه کوو؟.))

نواب آیاز جوګېزيي زیاته کړه، د کوټې سنډيمن روغتون د صوبې تر ټولو لوی او فعاله روغتون دی، خو د ده په خبره هلته هم خپله دی له شرمه ورتلی نشي.

(( زه له شرمه دې روغتون ته نشم ورتلی. او چې ورشم نو سخت خفه شم. موږ خو خپل ماشومان سي ايم ايچ يا آغا روغتون ته د درملنې لپاره يوسو. لاکن د غريبانو ماشومان چې دې روغتون ته راځي، کوم حشر يې کېږي؟.))

نواب جوګېزيي، زمرک اڅکزي او يو شمېر نورو غړيو د کلاسیف الله په پيتاو باتوزيي کې د پنځو ماشومانو پر مړينه سخته خواښيني څرګنده کړه او غوښتنه يې وکړه، چې که چېري دا ماشومان د شري د مخنيوي له واکسینو مړه شوي وي نو د ذمه وارو پر ضد دي ژر تر ژره سخته کاروايي وشي.

خو د صوبې د صحت وزیر رحمت بلوڅ بیا د اسمبلۍ غونډې ته باور ورکړ، چې د لومړنيو پلټنو له مخې دا ماشومان د شري د ناروغۍ ضد له واکسینه نه، بلکې له مرموزې ناروغۍ مړه شوي دي.

(( له ماسره دا ټولو رپوټونه شته چې داسې نه ده، لکه تاسو چې وایاست. لاکن له بده مرغه ځينه خلک د ماشومانو په مړيو هم سیاست کوي. د لومړنيو پلټنو له مخې داسې هيڅ شواهد نشته، چې دا ماشومان دي د شري ناروغۍ ضد له واکسینه مړه شوي وي. بله خبره دا، چې دا واکسین نه موږ اخیستي او نه يې اخیستلی شو. بلکې دا د صحت د نړيوالې ادارې ډبليو ایچ او له خوا موږ ته راکړل کېږي، چې په ټوله صوبه ټول پاکستان او حتا په ټوله نړۍ کې ماشومانو ته ورلګېږي)).

د ویلو وړ ده په بلوچستان کې اته کاله وړاندې د شري ناروغۍ ضد دولس ورځنۍ کمپاين پېل شوی، چې د همدې کمپاين په جریان کې د کلاسیف الله په کلي پیتاو باتوزيي کې د يوې کورنۍ پنځه ماشومان له مرموزې ناروغۍ څخه مړه شوي، چې کورنۍ يې تور پورې کوي، چې ماشومان يې دشري ناروغۍ ضد له واکسینه مړه شوي، خو ډاکټران، د صوبې د صحت څانګه او چارواکي بیا وايي، له دې واکسینه کوم ماشوم وفات کېدلای نشي.

XS
SM
MD
LG