د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د بهسودو والسوالۍ مرستیال ځارنوال ووژل شو


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي مشال راډیو ته وویل:
نن چارشنبه سهار شاوخوا اته بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د میرک بیلې په سیمه کې د دغه ولسوالۍ د ځارنوال مرستیال غلام حیدر حیدري موټر د سړک په غاړې ماین چاودلی چې له امله یې خپله غلام حیدر او د هغه ډریور وژل شوي دي.

د پېښې پړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG