د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې غیرحکومتي ادارې له امنیتي ستونزو سره مخامخ دي


د یو غیر حکومتي ادارې له خوا د اوبو لپاره لګېدلی پمپ
د یو غیر حکومتي ادارې له خوا د اوبو لپاره لګېدلی پمپ

د بلوچستان په پښتنه سیمه کې د کارکوونکو یو شمېر غیرحکومتي ادارو کارکوونکي شکایت کوي چې دوی له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي. دوی وايي د وسله والو له خوا د تښتولو او وژلو اندېښې ورپېښې دي.

پراګ: د بلوچستان په پښتنه سیمه کې د کارکوونکو یو شمېر غیرحکومتي ادارو کارکوونکي شکایت کوي چې دوی له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي. دوی وايي د وسله والو له خوا د تښتولو او وژلو اندېښې ورپېښې دي.

د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو په لویه صوبه بلوچستانکې د حکومتي ادارو تر څنګ غیر حکومتي ادارې هم د ژوند په یو شمېر برخو کې فعالیت کوي.

په دې غیر حکومتي ادارو کې کارکوونکي کسان وايي ، له تېرې څه مودې راهسې په ځانګړې توګه پښتنه سیمه کې د دوی په وړاندې امنیتي ستونزې ډېرې زیاتې شوي دي.

له تېرو شاوخوا دولس کالو راهسې له غیرحکومتي ادارو سره کارکوونکي یو کس د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنیتي اندېښنو ډ‌ېر خلک پر روزګار پرېښودلو مجبوره کړي دي.

ده وویل ، نن سبا له غیر کومتي ادارو سره د کار کولو په برخه کې وېره بیخي زیاته شوې ده. ډېر خلک وتښتول شو او اوس ډېرو خلکو له هم دې کبله په غیرسرکاري ادارو کې له کار کولو لاس اخیستی دی.

د یو غیرحکومتي ادارې بل کارکوونکي هم د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له تېرې څه باندې یوې میاشتې د بلوچستان په پښتنه سیمه کې د دوی دفترونه بند پراته وو.

نوموړي زیاته کړه چې ، د تېرې میاشتې له ۱۸مې نېټې د روانې میاشتې تر ۲۰م نېتې په جنوبي پښتونخوا (د بلوچستان پښتنه سیمه ) کې د زیاتره این جي او ګانو دفترونه بند وو.

د غیر حکومتي ادارو دې کارکوونکو وویل چې د حکومت له خوا د امنیت په برخه کې له دوی سره مرسته بلکل د نه برابر ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو له سیکریټري اکبرحسېن دراني څخه مي وپوښل چې روښتیا هم په د صوبې په پښتنه سیمه کې غیرحکومتي ادارې له امنیتي ستونزو سره مخامخ دي او که نه؟

اکبرحسېن دراني په ځواب کې وویل ، موږ ته تر اوسه د یوې داسې ادارې له خوا هم په رسمي توګه د امنیت په برخه کې شکایت نه در شوی دی.

اکبرحسېن دراني ومنله چې په سنځاوۍ او غبرګه نومي سیمو کې ځايي طالبانو د راپورته کېدو څخه کړې وه خو د ده په وینا حکومتي ځواکونو ځپلي دي.

ده زیاته کړه چې حکومت پرېکړه کړېده چې د وسله له خوا به هیڅ فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي او هغوی به تر څارنه لاندې ساتل کېږي.

اوس پوښتنه دا چې په بلوچستان کې څه ډول غیرحکومتي ادارې کار کووي او په ځانګړې توګه پاملرنه د ژوند کومو څانګو ته کوي؟

یو کارکوونکي وویل ، په بلوچستان کې کارکوونکې ادارې په درو برخو ویشل کېدای شي. یو نړیوالې ادارې دي ، بل د ملګرو ملتونو سازمانونه دي او بل ځایي ادارې دي. په ځايي ادارو کې بیا د پاکستان پر کچه ، د صوبې پر کچه او آن د ضلع پر کچه ادارې شتون لري.

د دوي په وینا ، په بلوچستان کې فعاله دا غیرحکومتي ادارې پر تعلیم ، صحت ، کرونده او یو شمېر هنرونو تر څنګ په بېلا بېلو برخو کې کار کوي.

د یادو ادارو د کارکوونکو په وینا ، که چېري دا این جي او ګانې بندي شي نو له امله به یې په مستقیه او غیر مستقیمه توګه په زرګونه خلک اغېزمن شي.

XS
SM
MD
LG