د لاسرسي ځای

په تهران کې د واشنګټن پوسټ دفتر مشر پر جاسوسۍ تورن شو


په تهران کې د واشنګټن پوسټ د نیول شوي بیوروچیف ( جیسن رضاین ) وکیله وايي، پر نوموړی د جاسوسۍ او په دريوو نور تورو لګېدلي دي چې پکې له مخالفو حکومتونو سره همکاري هم شامله ده.

د پروسږکال په دسمبر کې د جیسن رضايي پرضد له لګول شویو ځانګړو تورونو پس، دا لومړی ځل دی چې په اړه یې وکیله لیلا احسن څرګندونې کوي.

پر نوموړي خبریال داتورونه هم لګول شوي وو چې محرم رازونه یې راټولول او د ایران اسلامي جمهوریت پرضد یې تبلیغاتو ته لمن وهله. وکیله لیلا احسن دوشنبې پر ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وویل:

دا وایي، د جیسن رضاین پرضد لګول شوي تورونه هېڅ ډول ثبوتونه نه لري. د واشنګټن پوسټ خبریال جیسن رضاین او د هغې مېرمن یګانه صالحي د تیرکال د جولاي په دوه ویشتمه نیټه نیول شوي وو.

له هغه مهاله دا لومړی ځل دی چې نوموړي خبریال ته د وکیل د نیولو حق ورکړل شوی او لیلا احسن ورسره د ۹۰ دقیقو لپاره کتلي دي.

XS
SM
MD
LG