د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او چین د ۴۶بیلیونه ډالرو د یوې پروژې پرانیسته وکړه


پاکستان او چین له یو بل سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو په موخه د انرژۍ او زیربنا (بنیادي ډانچې) په څانګه کې د۴۶ بیلیونه ډالرو په ارزښت د یوې پروژې پرانیسته وکړه.

پاکستان او چین له یو بل سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړي کولو په موخه د انرژۍ او زیربنا (بنیادي ډانچې) په څانګه کې د۴۶ بیلیونه ډالرو په ارزښت د یوې پروژې پرانیسته وکړه.

د چین او پاکستان اقتصادي لارې په نوم په دې پروژې د پاکستان وزیراعظم نوازشریف او د چین ولسمشر ( شي جینګ.پینګ ) د دوشنبې پر ورځ لاس لیکونه وکړل.

شریف پر دې پروژې تر لاسلیک وروسته وویل:

د اقتصادي لارې ګټه به د پاکستان د ټولو صوبو او ښارونو ته رسېږي او هېواد به یې په یو سیمه ایز مرکز او د تجارت او پانګې اچونې په محور بدل کړي.

((له کاشغره تر ګوادره غځيدونکې تجارتي لار به د پاکستان ټولو صوبو او سيمو ته فايده ولري. دا به زموږ هېواد په سيمه کې د تجارت او سرمايه کارۍ په مرکز بدل کړي. دا لار به چين ته دا موقع په لاس ورکړي چې افريقا، منځني ختيځ، غربي ايشيا، جنوبي ايشيا او مرکزي ايشيا ته ارزانه او لنډه تجارتي لاره ولري.))

په دې موقع د چین ولسمشر وویل: ((د چین او پاکستان اقتصادي لاره به د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ همېشنۍ ستراتیژیکه همکاري خوندي وساتي.))

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې بلوچ او پښتانه ملت پاله سياست وال وايي د پاکستان مرکزي حکومت له پښتنو سيمو دا لار اړولي او په پنجاب يې تېرول غواړي خو د مسلم لېګ نون مرکزي حکومت دا الزام ردوي.

XS
SM
MD
LG