د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا نړۍ ناامنه کړې ده: خامنه يي


د ایران مذهبي مشر وویل، اوسمهال امریکايي حکومت نړۍ ته تر ټولو لوی خطر دی

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د ایران پوځي قومندانانو ته د وینا پر مهال د هغه هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وویل، ((غربي هېوادونو د اټومي وسلو جوړولو افسانه جوړه کړه:

((امریکایانو، اروپایانو او نورو د ایران اټومي وسلو جوړولو افسانه خپره کړه چې موخه یې دا وه چې ایران نړۍ ته د یوه ګواښ په توګه ورښکاره کړي. نه، د خطر اصلي منبع یا سرچینه امریکا پخپله ده.))

خامنه يي دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په ویانا کې د هغه هېواد اټومي پروګرام په اړه د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره خبرې بیا پیل شي.

امریکا، روسیې، چین، برتانیې، فرانسې، جرمني او ایران جامع تړون ته د رسېدو لپاره د جون وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

غرب فکر کوي چې ایران اټومي وسلې جوړول غواړي، خو تهران په بیا بیا ویلي چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی.

د ایران مذهبي مشر وویل، اوسمهال امریکايي حکومت نړۍ ته تر ټولو لوی خطر دی:

(([امریکا] چې هر ځای وغواړي بې له خنډه، بې له کومې مذهبي یا اخلاقي ژمنتیا بې ځایه مداخله کوي، داسې مداخله چې امنیت ته خطر پېښوي. امریکا نړۍ ناامنه کړې ده.))

خامنه يي وویل، د نړۍ ځواکمن هېوادونه په ((پوځي ډول)) ایران ګواښي. ده د ایران پر ځواکونو غږ (ږغ) وکړ چې ((خپل دفاعي چمتووالی)) زیات کړي.

نوموړي پر امریکا انتقاد وکړ چې ولې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عرب هوايي بریدونو ملاتړ کوي.

ایران له دې توره هم انکار کوي چې ګواکې په یمن کې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي. هغو یاغیانو تېر کال د پلازمېنې صنعا په ګډون د هېواد نورې برخې ونیولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG