د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ماشومان زدکوونکي لوبو ته ضرورت لري'


د خېبر پښتوخوا د پرایمري سکولونو استازان وایي چې اوسني او تیر حکومتونو لخوا د تېرو لسو کالو راهیسې د ترهګرۍ له وجې د لوبو په مد کې له ابتدايي «پرایمري» سکولونو سره مرسته نه ده شوې.

د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې د های سکولونو د زده کونکو د لوبو هلو ځلو لپاره څلرویشت کروړه روپۍ مختص کړې دي.

پدې لړ کې د خیبر پښتونخوا حکومت دوه زره او څلور سوه سکولونه هم منتخب کړي دي او ورته یې د یو یو لاک روپو فنډ هم ورکړی دی.

خو د خېبر پښتوخوا د پرایمري سکولونو استازان وایي چې اوسني او تیر حکومتونو لخوا د تېرو لسو کالو راهیسې د ترهګرۍ له وجې د لوبو په مد کې له ابتدايي «پرایمري» سکولونو سره مرسته نه ده شوې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د خیبر پښتونخوا د پرایمرې سکولونو د استازانو اتحاديې جنرل سیکرېټري عزیز خان وویل چې د لوبو د صحتمندانه هلو ځلو زیات ضرورت د پرایمري سکولونو زده کونکو ته وي.

د ده په وینا هم د پرایمري سکولونو ماشومان مخکې ځي باید چې د دې ماشومانو لپاره هم په راروان بجټ کې رقم مختص شي.

،، ګورې چې د پرایمرې سطحې نه ماشومان هایې سکولونو ته ځي، که دا ماشومان د اوس نه ښه کارکردګي وښیي نو دا به مخکې ښه وي، نو که دوی د های سکولونو نه دا هلې ځلې شروع کوي نو پکار ده چې له پرایمري نه وکړي،،

د پرایمري سکولونو د اتحادیې مشر ملک خالد وایي چې لس کاله مخکې به د ضلعو په سطح د پرایمري سکولونو د زده کونکو د لوبو مېلې کیدلې خو هغه د ترهګرۍ له وجې بندې شوې دې.

ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې حکومت له اول په بنیاد توجو پکار ده .

،، کله نه چې زموږ په صوبه کې ترهګري زیاته شوه نو په سکولونو کې د لوبو هلې ځلې بندې شوې. پکار ده چې په پرایمري سکولونو کې د لوبو هلې ځلې هم شروع کړې شي نو دا به نه صرف د ماشومانو د صحت لپاره ښه وي بلکه د هغې قابلیت به هم مخې ته راځي،،

کله چې مشال راډیو پدې بابله د خیبر پښتونخوا د تعلیم د محکمې وزیر عاطف خان سره رابطه اوکړه نو د هغه وینا وه چې راروان بجټ کې د پرایمري سکولونو زده کونکو له به هم بجټ مختص کړې کیږي.

،، د راروان کال په بجټ کې موږ سره د پرایمري سکولونو لپاره هم برخه شته. تاسو به کتلې وي چې په پرایمري سکولونو کې موږ سره ځایې کم وي نو موږ به د ماشومانو په سکولونو کې د هغې د لوبو ځانګوګانې او نور د هغې د دلچسپې څیزونه لګوو،،

د خیبر پښتونخوا د تعلیم د محکمې وزیر مشال راډیو سره خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دوي د مډل سکولونو لپاره هم بجټ مختص کړې دې او شپږویشت سوه مډل سکولونو ته به هم یو یو لاک روپې ورکوي.

XS
SM
MD
LG