د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین پاکستان سره د۴۶ اربه ډالرو پانګه اچونه کوي


د چین ولسمشر
د چین ولسمشر

په داسې حال کې چې د چين ولسمشر ژی ینپینګ د اپريل په شلمه پاکستان ته سفر لري ، ټاکل شوې چې نوموړی به په پاکستان کې د ۴۶ اربه ډالرو سرمايه کارۍ کولو علان وکړي. دا د چين د هغو هڅو برخه ده چې غواړي په اسيا کې د تجارت او ټرانسپورټ نوې لارې پرانیزي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې همدې موضوع ته په کتنې کولو سر لیکلي چې دغه منصوبه چې ( چين ـ پاکستان کوريډور ) نوميږي د بيجنګ لخوا د بهرنېو چارو د پالسۍ په برخه کې ډیره د پام وړ ارزښت لري او زیاته پانګه پرې مصرفیږي.

د پاکستان د پلاننګ يا منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وايي چې د چين او پاکستان ترمنځ ياد پلان به يو لوی بدلون رامخې ته کړي . د نوموړي په خبره پاکستان چين د مرکزي اسيا او جنوبي اسيا مارکېټونو سره وتړي.

احسن اقبال وايي که چېرې پاکستان د چين ،جنوبي اسيا او مرکزي اسيا ترمنځ پل جوړ شي او د نړۍ دا دري واړه برخې له يو بل سره وتړي نو د ده په خبره د دريو اربه ابادۍ دا سيمه به يو لوی اقتصادي بلاک جوړ شي.

په مقاله کې راغلي ،د چين بنيادي هدف دا دی چې خپل ځان په پاکستان او افغانستان کې د مخ په زياتېدونکې ترهګرۍ څخه بچ کړي ځکه چې په يادو دواړو هيوادونو کې بد امني د چېن مسلمان اکثريتي سيمو ته د غزيدو په حال کې ده او دارنګ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتو سره به دغه ستونزه لا پسې خطرناکه شي.

د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي کوريډور د پروژې مهمه برخه د ګوادر بندر، لا پسې پياوړي کول دي.دغه بندر چې د منځي ختیځ په خوله کې موقعیت لري، انتظام يې د چين په لاسو کې دی.

ټاکل شوې چې د پنځلسو کالو په موده کې به دپاکستان او چين ترمنځ د ۲۰۰۰ ميله واټن اقتصادي کوريډيو جوړيشي چې پکې سړکونه ، د ريل ګاړو پټلۍ او پايپ لاينونه شامل دي . دا شبکه چې له پاکستانه به تيريږي د پاکستان او چين چارواکي وايې له دې سره به سيمه ايز تجارت ډير پرمختګ وکړي.

د چين او پاکستان چارواکې وايې چې له دې منصوبې سره به چين په اسيا، يورپ او د نړۍ په نورو برخو کې خپلو مارکېټونو ته د يوې لارې رسايې پيدا کړي.

په فبرورۍ کې پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د چين د بهرنېو چارو وزير ويلي وو چې له دې منصوبې سره به د سيمې ټولو هيوادونو ته ګټه ورسيږي.

په مقاله کې راغلي دي چې ترهګرۍ ځپلې پاکستان د يادې منصوبې لپاره ډير خطرناک دی خو پاکستان پلان لري چې د چيني انجېنرانو او کارکونکو د سکورټۍ لپاره به دوی ځانګړی ځواک جوړوي.

د دې پروژې غټه ګټه به دا هم وي چې پاکستان ته به ترې بریښنا ترلاسه شي او د پاکستان وزيرعظم هم د ۲۰۱۳ م کال په خپل انتخاباتي کمپېن کې ويلي وو چې هغه به په هيواد کې د انرژۍ د کمبوت مسئله حل کوي.

د جان هافکن يونيورسټۍ يو پروفسر وايي چې د پاکستان او چين ترمنځ د نوي اقتصادي کوريډور له کبله ممکن ده چې يورپ د مرکزي اسيا او قافقاز له لارې چين سره ځان وتړي او دارنګ بيا د پاکستان او هندوستان له لارې جنوبي مشرقي اسيا ته ورسيږي.

XS
SM
MD
LG