د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا کې جګړه ، پنځه وسله وال مړه، درې حکومتي سرتیري ژوبل


فایل فوټو
فایل فوټو

د خېبر ایجنسۍ د غرئیزې سیمې تیرا په نري بابا کې د یکشنبې په ورځ د حکومتي سرتیرو او وسله والو ترمنځ په جګړه کې لږ تر لږه پنځه وسله وال وژل شوي دي.

یو ځايي چارواکي د نوم د پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په دې جګړه کې د دوی درې امنیتي سرتیري هم ژوبل شوي دي. دغه ژوبل حکومتي سرتیري د درملنې لپاره د پېښور روغتون ته لیږدول شوي دي.

د سیمې چارواکي وايي جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې حکومتي ځواکونو په یاده سیمه کې د وسله والو پرضد د لټون عملیات کول، خو په کمین ناسو وسله والو پرې ډزې پيل کړې.

د لشکر اسلام مشر منګل باغ د خپلو ملګرو سره
د لشکر اسلام مشر منګل باغ د خپلو ملګرو سره

د خېبر ایجنسۍ په ځینو غرئیزو سیمو کې د لشکر اسلام وسله والې ډلې جنګیالي موجود دي چې وخت په وخت د حکومتي ځواکونو پرضد بریدونه کوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ دغلته د خیبر ټو په نامه نوي عملیات پیل کړي او ادعا کوي چې ځینې سیمې يې له وسله والو پاکې کړې هم دي. پوځ چې د کومو سیمو د نیولو ادعاکوي هغه د افغانستان پولې ته نږدې پرتې دي.

له خیبر ایجنسۍ بې کوره شوي قبایل
له خیبر ایجنسۍ بې کوره شوي قبایل

باړه هم د خېبر ایجنسۍ د نا ارامو سیمو څخه یوه وه ، چې د جګړو له کبله ترې زرګونه کورنۍ پېښور ته کډه شوې وې، خو اوس پوځ دا سیمه په خپله ولکه کې اخیستې او د خلکو د ستنولو لړۍ یې پیل کړېده.

پاکستان چې ځان د ترهګرۍ پرضد د نړیوالې د جګړې د لومړۍ کرښې مبارز ګڼي، په نړیواله کچه پرې دا نیوکې هم کیږي چې د ځینو وسله والو ډلو سره په بټه لاس لري او اکمالوي یې.

XS
SM
MD
LG