د لاسرسي ځای

تازه خبر

" جلال اباده ! په غم دې غمجن یو "


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف

د پاکستان وزیراعظم نواز شريف په جلال اباد کې پرونۍ حملې غندلي او افغان حکومت سره يې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د هر ډول مرستو کولو ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا بیګا مشال ریډیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې د وزیراعظم نوازشریف په حواله ویل شوي چې وسله وال د پاکستان اوافغانستان ګډ دښمنان دي او د وسله والو لخوا ترسره شوي دا ډول بریدونه به د دواړو هیوادونو ولسونه هیڅ کله بې حوصلې نه کړي.

هلته په جلال اباد کې چارواکي وايي چې په پرونۍ ځانمرګې حمله کې د وژلو شویو شمېر څلور دیرشو ته پورته شوی.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله کامه وال مشال راډیو ته وویل چې په حمله کې لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي او ۱۲۵ تنه نور زخمیان دي.

په جلال اباد ښار کې پرونۍ ځانمرګي حمله د کابل بانک مخې ته وشوه چې اکثره قربانیان ېې عام خلک دي. د حملې مسئولیت د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې [داعش] قبول کړی دی.

په جلال اباد کې وروستۍ ځانمرګې حمله په داسې وخت کې شوې چې د افغانستان سرلښکر جنرال شیر محمد کریمي پاکستان ته په سفر تللی او هلته یې د لوړ پوړو پوځي او حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG