د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني شبکې وژل شوی قومندان افغان طالبانو ته وسپارل شو


پاکستاني چارواکي وايي چې د حقاني شبکې د وژل شوی مهم قومندان فاروق ځدران مړی يې د ځایي مشرانو له لارې افغان طالبانو ته سپارلی دی.

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د جمعې پر ورځ چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د فاروق ځدران مړی يې پرون مازيګر د واڼه په زړي نور پوځي چاوڼۍ کې د قبايلي مشرانو په وسیله ځايي طالبانو او بيا په اعظم ورسک سيمه کې افغان طالبانو ته وسپارل شو.

د پاکستان استخباراتي ادارې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ويلي وو چې د فاروق ځدراڼ د وژلو تر څنګ يې د هغه نهه ملګري نیولي هم دي.

دا چارواکي او ځايي خلک وايي چې دا پېښه د پنجشنبې پر ورځ ناوخته هغه مهال وشوه چې واڼه ته نژدې په سره کنډه سیمه کې د حقاني شبکې د وسله والو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG