د لاسرسي ځای

"کېدای شي په شمالي وزیرستان کې ځيني وسله وال پرېښودل شي"


د پاکستاني پوځ موټرونه د شمالي وزیرستان پر لور

د پاکستاني پوځ موټرونه د شمالي وزیرستان پر لور

د جون مياشتې په ګرمۍ کې بنو ته د شمالي وزيرستان د کډوالو دغه سفر چې له مصيبتونو ډک وو يو شمېر کسان پکې د تندې او لوږې له لاسه هم مړه شول.

سرچینه: دي نیوز ورځپاڼه

لیک: محسن داوړ

ژباړه: اسرار عالم مومند

د نيوز ورځپانې په يو مقاله کې ليکوال محسن داوړ ليکي چې په شمالي وزيرستان کې د پوځ او وسله والو لخوا تر څه باندې لسو کالو هدفي وژنو او پوځي عملياتو وروسته په دې سيمه کې د ضرب عضب په نامه د پوځي عملياتو له اعلان سره سم وزيرستانيانو خپل ډک کورونه پريښودل او د کډوالۍ ژوند پر تېرو ولو مجبوره شول.

همداراز لس لکه خلک چې زياترو د ټرانسپورټ اسانتياوې هم نه درلودې په څلېرویشت ساعتونو کې په لڅو پښو بنو ته ووتل.

د جون مياشتې په ګرمۍ کې بنو ته د شمالي وزيرستان د کډوالو دغه سفر چې له مصيبتونو ډک وو يو شمېر کسان پکې د تندې او لوږې له لاسه هم مړه شول.

په شمالي وزيرستان کې د تېرو څه باندې لسو کالو بدامنۍ د دې سيمې د خلکو د ژوند هره برخه اغېزمنه کړې ده. د بېلګې په توګه ، د دوي کلتور او جرګې نظام يې په بشپړه توګه تبا کړو. د قبايلي مشر يا ملک ځاي يو وسله وال ونیوی او د پوليټکل انتظامې پرځای پوځ راغی.

د وسله والو لخوا د هدفي وژنو ، تښتونو او د پوځ لخوا د غېر اعلانيه کرفېو له وجې په دې سيمه کې د بې يقينۍ صورت حال جوړ شو چې له امله يې کاروبارونه ډير زيات خراب شول.

په وزيرستان کې د هفتو هفتو کرفېوتعليمي نظام اغيزمن کړ ، په خاصه توګه د نجونو تعليم په بشپړه توګه ختم شو.په ميرانشا کې د نجونو يوازېنی سکول وو چې وسله والو يې سامان خرڅ کړ او خپل دفتر يې په کې پرانیست.

د طالبانو د فشار او اثر له وجې په شمالي وزيرستان کې تعليم يوه ټوقه جوړه شوه او هرچا بلکې بې تعليمه خلکو هم په غير قانوني طريقه د څوارلسم او شپاړسم امتحانونه پاس کړل.

محسن داوړ ليکي چې تر دې هرڅه وروسته چې کله د شمالي وزيرستان خلکو خپل کورونه پريښودل او د بنو په ګډون د خېبر پښتونخوا نورو سيمو ته ولاړل نو رياستي اداروورسره ډير بد او ناروا چلند وکړ.

د شمالي وزيرستان دې کډوالو ته ځايي خلکوپه خپلو حجرو کې ځای ورکړ خو زياتره کډوالو په سکولونو کې اوسيدل پيل کړل .

په مقاله کې راغلي دي چې د شمالي وزيرستان دغه کډوال د خېبر پښتونخوا او مرکزي حکومت له پامه غورځولي وو او بنيادي اسنتياوې يې هم نه وې ورکړې.

د شاو خوا لس لکه کډوالو لپاره د راشن اخستو يوازې يو څو مرکزونه جوړ کړل شوي وو چې دوي به ورته په ګنټو ګنټو په قطارونو کې ولاړ وو.

خو د وزيرستان خلکو بيا هم دا هرڅه پر دې اميد هېر کړل چې د دوي سيمه به له وسله والو پاکه شي، امن به پکې پر ځای شي، نجونه او هلکان به يې په ازاده د تعليم ترلاسه کولو جوګه شي او دوي به کولای شي چې وسله والو ته له بتو ورکولو پرته خپل کاروبارونه پرمخ بوځي.

د شمالي وزيرستان خلک پر دې بارو وو چې نور به په شمالي وزيرستان کې د وسله والو لخوا د خلکو هلالول او د پوځ لخوا بمباري بنده شي خو بيا ځنې پر دې عقيده دي چې رياست له سيمې د وسله والو په بشپړه توګه ختمولو کې جېدي نه دی او داسې ښکاري چې پاکستان به د خپلو ستراتژېکې ګټو لپاره د وسله والو کارول برقرار وساتي.

په مقاله کې راغلي دي که څه هم د د پيښور پر آرمي پبلک سکول تر بريد وروسته د خلکو داسې اميدونه راپورته شوي وو چې پاکستانی حکومت پر خپله مځکه ښه او بد دواړه طالبان ختمول غواړي خو په شمالي وزيرستان کې د تحريک طالبان پاکستان د حليم خان ډلې او پوځ ترمنځ تر خبرو وروسته داسې انديښنې راپرورته شوي دي چې کېدای شي ځینې وسله وال پريښودل شي.

XS
SM
MD
LG