د لاسرسي ځای

“له چین سره په تړونونو کې دي پښتونخوا ته پام وشي”


د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د جمعې پر مازیګر د یو قرار داد له لارې له وفاقي حکومته غوښتنه وشوه چې د چين او پاکستان ترمنځ د سرمايه کارۍ په لاس ليک کيدونکو پروژو کې دې ترهګرۍ او سختدريزۍ ځپلې خیبر پښتونخوا او قبايلي سیمو ته خاصه پاملرنه وشي.

د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو زياته کړې چې د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي کوريډور لپاره پخوانۍ د کاشغرـ ګوادر لار دی په زاړه حالت کې پريښودل شي.

د مشال راډيو خبريال د مالوماتو له مخې ټاکل شوې چې د چين ولسمشر به له اپريل په ۲۰د پاکستان دوره کوي او پر دې موقع به له دې هيواد سره په ممکنه توګه د ۴۶ اربه ډالرو د سرمايه کارۍ پروژې لاس لیک کوي.

ياده دې وي چې د پاکستان حکومت د کاشعرـ ګوادر لارې د اړولو په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG