د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځانمرګي برید ۳۳ کسان وژلي، تر ۱۰۰ زیات ټپیان


د افغانستان په جلال اباد کې ځانمرګي بريد ۳۳ ولسي وګړي وژلي او تر سلو زیات يې ژوبل کړي دغه ځانمرکي بريد نن (شنبه) شهار شاو خوا اته نيمې بجې د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې ته څيرمه د کابل بانک مخې ته رامنځته شو چيرته چې په لسګونو کسان بانک د ننوتو په کتار کې ولاړ وو.

د افغانستان په جلال اباد کې ځانمرګي بريد ۳۳ تنه ملکي وګړي وژلي او تر سلو زیات يې ژوبل کړي.دغه ځانمرکي بريد نن شهار شاو خوا اته نيمې بجې د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې ته څيرمه د کابل بانک مخې ته رامنځته شو چيرته چې په لسګونو کسان بانک د ننوتو په کتار کې ولاړ وو.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد د پيښې پر ځای کې خبریالانو ته وويل چې په دغه پيښه کې ۲۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ تنه ټپیان شوي دي. نوموړي وويل:

(( نن بیا د جلال اباد ښار د اولې ناحيې په مربوطاتو کې د کابل بانک مخته کله چې ملکي خلکو معاشونه اخيستل، يو ځانمرګي خپل ځانته انفجار ورکړ چې په نتیجه کې يې ۲۲ تنه شهيدان او ساحه د انسداد او کنټرول لاندې، په دې کې نظاميان نه مالوميدل پوليس په کې نه و، ملکي خلک چې خپل معاشونو پسې راغلي، د هغوی په منځ کې انفجار وشو.))

خو د ننګرهار د عامې روغتيا ريس ډاکټر نجیب الله کاموال خبريالانو ته وويل چې روغتون ته ۳۳ تنه مړي او تر سلو زیات ټپیان ور وړل شوي دي:


(( له نننۍ حادثې نه مرکزي روغتون ته تر سلو زیات ټپیان او ۳۳ تنه مړي راوړل شوي دي. ټول ډاکټران د هغوی په تداوۍ اخته دي او په روغتون کې بيړني حالات نافذ شوی دی.

بلخوا په لسګونو رضاکار د روغتون د وینې بانک ته په کتار په دې خاطر ولاړ وو چې ټپیانو ته وینه ورکړي، يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

نوم مې شفيع الله دی، د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال محصل يم. په راډيو کې مې واوريدل چې چاودنه شوي، ۲۲ تنه مړه دي او ۵۰ زخميان دي، وینې ته اشد ضرورت دی. په تيزۍ سره مې هر څه په اطاق کې وغورځل، چپلکې مې په پښو کې ځان مې روغتون ته راورسوو چې وینه ورکړم.))

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند ګڼي، رسنيو ته په ټيلفوني پيغام کې ويلي چې یاد بريد د دوی له خوا نه دی شوی، خو د شاهد الله شاهد په نوم یو تن چې ځان د خلافت اسلامي ډلې ویاند ګڼي، مشال راډيو ته له نامعلوم ځای نه په يوه ټيلفوني اړيکه کې د پيښې پړه منلې ده.

یاده دې وي چې په ورته وخت کې د جلال اباد ښار مستوفيت څلور لارې ته څيرمه د ډولکي واله بابا په نوم يوه مشهور زيارت هم په بمونو الوزول شوی چې دوه تنه ماشومانو په کې ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG