د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف په کراچۍ کې پر امریکايي ډاکټره برید غندلی دی


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په کراچۍ کې پر یوه امریکايي ډاکټره وسله وال برید غندلې او حکم يي کړې چې په برید کې ککړ کسان دې ونیول شي.

چارواکو تیره ورځ مشال راډیو ته ویلي ـــــ چې د زیارت په ورځ د ناپیژندلي وسله والو له خوا ډیبره لوبو په نامه دغه میرمنه دوه ډزه لګیدلې چې دا محال په شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې ده او روغتیايي حالت يي د اندیښنې وړ دی.

پولیس چارواکې اعجازمغل زیاتوي له وړومبنیو شواهدو داسې ښکاري چې دا امریکايي ښځه باقاعده هدف کړې شوې ده.

ددې نه مخکې په کراچۍ کې د زیارت په ورځ یو پولیس چارواکې هم وژل شوې وو. تراوسه د دواړو بریدونو پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG