د لاسرسي ځای

تازه خبر

شعیه ملېشې د رمادي ښار ژغورلو ته ورغلې دي


رپوټونه وايي ، د شعیه ملېشې شاوخوا درې زره عسکر د دې لپاره د عراق رمادي ښار ته ورغلي دي چې پر دې ښار د داعش د وسله والو د برید مخه ونیسيي.

په رمادي کې زیاتره سنيان مېشت دي. دا رپوټونه له هغه وروسته راغلي دي چې د انبار صوبايي جرګې مشر فالح عیساوي خبرداری ورکړ چې ښايي داعش په څو ساعتونو کې د رمادي ښار ونیسي.

په عین حال کې په پلازمېنه بغداد کې عراقیو چارواکو ویلي چې د انبار صوبې له مرکز رمادي څخه تر دوه زره زیاتې کورنۍ وتلې دي.

دوی وايي د دې خلکو د تښتېدو سبب د داعش وسله والو او حکومت پلوه ځواکونو ترمنځ د رمادي ښار په ختیځو سیمو کې نښتې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د داعش وسله والو د تېرې چارشنبې په ورځ د رمادي د نیولو لپاره عملیات پیل کړل او درې کلي یې ونیول.

دا د رمادي ښار نیولو لپاره د داعش تر ټولو جدي عملیات ګڼل کېږي. د داعش وسله والې ډلې مشري سخني سخت دریځي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG