د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پوځي توګه هم د ایران د ایټمي وسلې جوړېدو مخه نیول کېدای شي"


د امریکا د وسله والو ځواکونو مشر جنرال مارټین ډیمپسي وايي ، دا لاره اوس هم پر ځای پاتې ده چې ایران په پوځي توګه د ایټمي وسلو له جوړولوراوګرځول شي.

د جنرال مارتین ډیمپسي په وینا ، دا پر دې سربېره ده چې روس ایران ته له مځکې په هوا کې د هدف ویشتونکو (ایس - درې سوه) نومي توغندیو ورکولو پرېکړه کړېده.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دوی له کلونو راهسې په دې خبر وو چې ښايي روس ایران ته داسې توغندي ورکړي او موږ دې ته په ټولو پلانونو کې حساب کړی دی.

اسرایل او امریکا پر روسي ولسمشر ولادمیر پوټین له دې کبله نیونکې کړې دي چې ولې یې ایران ته د توغندیو پر ورکړه لګېدلی بدیز لرې کړ.

دا بندیز روس په ۲۰۱۰م کال کې هغه وخت لګولی وو چې د ملګرو ملتونو له خوا یې له ایران سره د وسلو د راکړې ورکړې په برخه کې د لګېدلو بندیزونو ملاتړ کړی وو.

ولادمیر پوټین تېره ورځ وویل چې دا بندیز د ایران د دې خواهش په بدل کې لرې کړی دی چې غواړي د خپل لانجمن ایتمي پروګرام په اړه له کلونو راهسې روانه شخړه هواره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG