د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مرستې وشوې


د سعودي عربستان یوې خیریه ټولنې د افغانستان د خوست ولایت په ګلان کېمپ کې د شمالي وزیرستان له بې کوره کړل شوو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وکړه.

د سعودي عربستان د خیریه اسلامي ټولنې د افغانستان د برخې مشر حسن شهیر د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، دا ګام به له هغه وروسته واخیست چې په رسنیو کې د دې خلکو په حالت خبر شو.

په همدې حال کې د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې د شمالي وزیرستان زرګونه خلک افغانستان ته کډه شوي دي چې د نړیوالو پراخو مرستو ته اړتیا لري.

د شمالي وزیرستان دا کډوال له هغه وروسته تر ډیورنډ کرښه هغې بلې خوا ته ور واوښت چې د پاکستان پوځ د تېر کال د جون پر پنځلسمه نېټه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG