د لاسرسي ځای

" بدخشان د وسله په مرکز بدل شوی دی "


د افغانستان د بدخشان ولایت مرستیال والي ګل محمد بیدار وايي، د دې ولایت د جرم ولسوالۍ خِستک سیمه د هېواد په شمال کې د طالبانو په ستره اډه بدله شوې ده.

ګل محمد بیدار د پنجشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې شاوخوا زر تنه وسله وال په دې سیمه کې راغونډ شوي دي.

د ګل محمد بیدار په وینا ، د دې وسله والو نژدې نیمه برخه بهرني ترهګر دي.

نوموړي زیاته کړه چې ډېر ژر به د بدخشان ولایت په درو نا اراموولسوالیوکې د کورنیو او بهرنیو وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل شي.

په بدخشان ولایت کې ناامنیو ته پاملرنه هغه وخت زیاته شوه چې د تېرې جمعې په ورځ په همدې سیمه کې د ملي اردو تر دېرشو زیاتو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته او په دې ترڅ کې وسله والو د ملي اردو د څو سرتېرو سرونه غوڅ کړل.

XS
SM
MD
LG