د لاسرسي ځای

پاکستاني چارواکي وايي ، د حقاني شبکې کومندان فاروق ځدراڼ یې وژلی دی


د حقاني شبکې مشران

د حقاني شبکې مشران

د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي چې د حقاني شبکې یو مهم کومندان فاروق ځدراڼ یې وژلی دی.

د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي چې د حقاني شبکې یو مهم کومندان فاروق ځدراڼ یې وژلی دی.

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د فاروق ځدراڼ د وژلو تر څنګ یې د هغه نهه ملګري نیولي هم دي.

دا چارواکي او ځايي خلک وايي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ ناوخته هغه مهال وشوه چې واڼه ته نږدې په سره کنډه سیمه کې د حقاني شبکې د وسله والو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي چې فاروق ځدراڼ او د هغه ملګري له یو نامالومه ځایه د شمالي وزیرستان له لارې واڼه ته روان وو.

فاروق ځدراڼ د حقاني شبکې د وړاندې وژل شوي مهم کومندان ملا سنګين او د پکتیا او پکتیکا لپاره د یادې شبکې د مشر کومندان بلال ځدراڼ مرستیال و. دغې ډلې په ۲۰۰۹م کال کې امريکايي عسکر بو برګډال تښتولی و چې بيا وروسته ۲۰۱۴م کال کې يې خوشي کړ.

د وسله والو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG