د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان خلک ناهیلې دي


د شمالي وزیرستان نه د پوځي عملیاتو لوجې خوا اوشا لس لکهه خلک بې کوره شوي وو چې د تېرې میاشتې د دېرشمې نېټې راهیسې یې خپلو کورونو ته د ستنیدلو لړۍ شورو شوې خو په دې موقع پولیټیکل انتظامیې او امنیتي ادارو د شمالي وزیرستاند ټولنیزې لوظنامې ۲۰۱۵م کال په نوم یوه معاهده اعلان کړې

د شمالي وزیرستان نه د پوځي عملیاتو لوجې خوا اوشا لس لکهه خلک بې کوره شوي وو چې د تېرې میاشتې د دېرشمې نېټې راهیسې یې خپلو کورونو ته د ستنیدلو لړۍ شورو شوې خو په دې موقع پولیټیکل انتظامیې او امنیتي ادارو د شمالي وزیرستاند ټولنیزې لوظنامې ۲۰۱۵م کال په نوم یوه معاهده اعلان کړې چې دسیمې په خلکو کې یې یو شمېر اندیښنې راپورته کړي دي.

په دې هکله دي نېشن ورځپاڼې د محسن داوړ لیکل شوې یوه مقاله خپره کړې چې پکې نوموړې وايي د هر څه نه اول خو د دې سیمې خلک د تېرې یوې لسیزې راهیسې بدامنۍ ځپلي او وخت په وخت ورته د وسله والو او پوځي عملیاتو په نتیجه کې ځاني او مالي زیانونه رسیدلي دي او دا په آخر کې خو دسیمې نه کډې کولو ته مجبوره شو.

بیا د کډوالو د واپسۍ عمل کې هم یو شمېر ستونزې دي، یعنې د کومو سیمو نه چې ډېر لږ شمیر خلک بې کوره شوي وو اول د هغوي د ستنولو کار شورو شو او د کومو سیمو نه چې ډېر زیات خلک بې کوره شوي د هغوي د ستنولو عمل به تر ټولو آخري ترسره کیږي.

د کډوالو د واپسۍ دا عمل به د راتلونکي کال تر جولاي میاشتې پورې سر ته ورسي.

محسن داوړ لیکي چې ددې دومره مشکلاتو تر څنګه د کډوالو لپاره یو نوې ازمیښت هغه مهال شورو شو چې پولیټکل انتظامیې او امنیتي ادارو په نوې لوظنامه کې د شمالي وزیرستان د خلکونه د وفادارۍ د څوګند پورته کولو غوښتنه وکړه.

نوموړې وايي چې ددې سیمې خلک لا د وړاندې نه د ایف سي قانون لوجې د مشکلاتو سره مخامخ دي چې اوس دهغې نه هم په سختو شرایطو باندې ورسره حکومت نوې لوظنامه کول غواړي کومه چې د بنیادي انساني حقونو خلاف ورزي ده.

د لیکوال په وېنا د دې لوظنامې څلور برخې دي چې په اولنۍ کې یې د ریاست ذمه وارۍ، دویمه کې د ځايي خلکو ذمه وارۍ، دریمه کې د دې ذمه واریو د عملي کولو طریقه کار او په آخري برخه کې د شمالي وزیرستان د خلکو نه په دې د عمل کولو د څوګند غوښتنه شوې ده.

لیکوال وايي چې دا ډېره ناروا ده چې په دې هېواد کې د ایف سي آر قانون لاندې تر ۶۷ کلونو اوسیدو باوجود هم د دې خلکو نه د وفادارۍ د څوګند غوښتنه کیږي.

محسن داوړ وايي چې د ځايي خلکو په ذمه واریو کې په بنیادي توګه د سیمې دامنیت ټولې ذمه وارۍ شاملې دي چې د حقیقت سره هیڅ تړاؤ نه لري.

اول خو د دې سیمې حالات د پخوا نه ډېربدل شوي دي، جرګه چې په قبایلي سیمو کې به یې د هر ډول لوظنامې او جوړ جاړي عملي کولو لپارههلې ځلې کولې، په تیرو لسو کلونو کې وسله والو دومره ځپلې چې اوس یې وجود دنشت برابر دې.

بیا قبایلي خلکو چې به د وسله والو خلاف کومې لښکرې کولې د هغې مشران هم مالومو او نامالومو وسله والو یو په یو ختم کړي نو په دې حالاتو کې څوک هم د سیمې امنیتي ذمه وارۍ په سراخیستو ته غاړه نه ږدي.

لیکوال وايي مناسبه خبره دا ده چې د امنیت ذمه واري ریاست پخپله ترسره کړي او د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره نه یوازې دا اوسنۍ لوظنامه بېرته واخلي بلکه د ایف سي آر قانون هم په یویشتمه پیړۍ کې نور د چلیدلو قابل نه دې، پکار دي چې ریاست او حکومت په دې سیمو کې سیاسي، اقتصادي او تعلیمي پرمختګ لپاره کار اوکړي.

XS
SM
MD
LG