د لاسرسي ځای

"په میدان وردګ او هلمند ولایتنو کې ۴ وسله وال وژل شوي"


د افغانستان دفاع وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د تصفیوي عملیاتو او نښتو په نتیجه کې څلور وسله وال او د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او دوه وسله وال ټپیان دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفترد معلوماتو له مخې دغه عملیات په میدان وردګو او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

په همدې حال د میدان وردګو د ولایت له مقام څخه په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نرخ، چک او دایمیرداد ولسوالیو کې په عملیاتو او نښتو کې د یوه قومندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د یوه بل خبرله مخې، د فاریاب چارواکي وایي، د دغه ولایت د سولې د عالي شورا رییس مولوي اسد الله جمالي له هغې بمې چاودنې روغ وتلی چې دچارشنبې پر ورځ د نوموړي د کور مخې ته وچاودید.

اخوا چارواکي وایي، غیر مسوله وسله والو د غور په شهرک ولسوالۍ کې د پوهنې د مدیر زوی وژلی دی.

د شهرک سرپرست ولسوال شاه پسند پهلوي مشال راډیو ته وویل چې دغه ځوان دوه ورځې مخکې د قومندان مصطفی د ملګرو له لوري وتښتول شو او اوس وژل شوی دی.

د دې پيښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG