د لاسرسي ځای

تازه خبر

داوړ مشران: د پاکستان حکومت دي موږ ته د ستنېدو کره نېټه راکړي


په بنو کې د داوړو د جرګې یو عکس
په بنو کې د داوړو د جرګې یو عکس

د شمالي وزيرستان د داوړ قبيلې مشرانو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړېده چې دوی دي بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي.

بنو: د شمالي وزيرستان د داوړ قبيلې مشرانود پاکستان له حکومته غوښتنه کړېده چې دوی دي بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي.

د داوړو مشرانو د چارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې جرګه وکړه چې د یادې قبیلې د مشرانو تر څنګ عام ولس هم پکې ګډون کړی وو.

د جرګې مشرانو وویل چې په ميرعلي او ميرانشاه کې د پاکستان د پوځي عملياتو له کبله ټول خلک بې کوره کړل شوي دي خو حکومت اوس هغوی خپلو سيمو ته د بیرته لېږلو لپاره کره نېټه نه ده ورکړې.

قبایلي مشرانو دې جرګې ته په ویناوو کې وویل چې حکومت د دوی د قبیلې د بې کوره کړل شوو خلکو د ستنولو په اړه له دوی سره تر اوسه څه سلا مشوره لا نده کړې.

د جرګې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې حکومت دي نه یوازې دوی ته د ستنېدو زمینه برابره کړي بلکې د دوي د سيمو د بيا رغونې کارونه دي هم پيل کړي.

د داوړ قبیلې یو مشر نور حسن په خپله وینا کې وویل ، د داوړو مشران باید پر دې فکر او سلا مشوره سره وکړي چې د دوی ګټه په څه کې ده او تاوان یې په څه کې دی.

د جرګې یو بل ګډون وال پیر عاقل شاه مشال راډیو ته وویل ، د پاکستان حکومت باید له دوی سره خبرې وکړي او د دوی ستونزې واوري.

پیر عاقل شاه وویل ، موږ اورېدلي دي چې د میرعلي او مرانشاه بازارونه په بلډوزرو ورانول کېږي. د ده په وینا ، وار له مخه ډېر زیان اوښتی دی او په کار ده چې نور زیان ونه رسول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د مارچ میاشتې له دېرشمې نېټې راهسې د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو خلکو ستنول پیل کړي دي.

په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې د چارواکو په وینا ، تر اوسه په لسګونه کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.

د مشال راډیو د رپوټونو له مخې ، د شمالي وزیرستان یو شمېر خلک له هغه مهال وېش او طریقه کار سره اختلاف کوي کوم چې د پاکستان حکومت د بې کوره کړل شوو خلکو د ستنولو لپاره اعلان کړی دی.

د پاکستان پوځ د تېر کال د جون میاشتې پر پنځلسمه نېټه په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړل چې له کبله یې تر لس لکه زیات خلک بې کوره کړل شو.

د دې بې کوره کړل شوو خلکو لویه برخه خیبر پښتونخوا ته وکوچېده او تر یو لک زیات کسان تر ډیورنډ کرښه هغې بلې خوا د افغانستان خوست ولایت ته هم واوښت.

XS
SM
MD
LG