د لاسرسي ځای

په لر او بر کې د پسرلي په رارسېدو شاعران غونډې او مشاعرې کوي. دوی وايي خلک له جنګونو ستړي دي او د مشاعرو په کولو سره د روانو خرابو حالاتو په وړاندې مزاحمت کوي.

په لرې او برې پښتونخوا کې د پسرلنيو مشاعرو جوړېدو ته د يوه دود په سترګه کتل کيږي. د روان کال په پسرلي کې بيا وليدل شول چې د مشاعرو او ادبي سرګرميو دغه لړۍ د پخوا پرتله يو څه تېزه شوې.

د خيبر پښتونخوا يو شمېر سيمو سربېره په قبايلي سيمو کې هم ادبي ټولنو مشاعرې جوړې کړې چې ځينې پکې ډېرې کاميابې وبلل شوې.

اکبرسيال

اکبرسيال

د ملاکنډ د بټ خېلې پېژندل شوی شاعر او ليکوال اکبر سيال چې د سږني پسرلي يو شمېر مشاعرو ته بلل شوی وو، وايي چې د سيمې خلک د ناامنۍ پېښو ستړي کړي او غواړي په ادبي او کلتوري غونډو کې د ګډون له لارې د يوه سوله ييز او سوکاله راتلونکې هيلې له يوه بل سره شريکې کړي.

هغه زياتوي: ((پينځه دېرش کاله وشول چې دا سيمه او ولس يې په يوه جنګي جنون کې راګېر وو او لهخلکو ژوند کول هېر شوي وو. تېر کال او دا کال هم د پسرلي امن مشاعرې ډېرې زياتې وشوې او په هره مشاعره کې سلګونه خلک شريک شول. شايد د دې وجه دا وي چې خلک لګيا دي د دغه وحشت او بربريت پر ضد مزاحمت کوي او دغه مزاحمت دوی په يوه سوچه او سپيڅلي شکل کې، يعنې په ادبي شکل کې کوي. نو دا هر څه د دې لپاره چې خلک غواړي بېرته ژوند ته وګرځي.))

خلک لګيا دي د وحشت او بربريت پر ضد په يوه سوچه او سپيڅلي شکل يعنې په ادبي شکل کې مزاحمت کوي. خلک غواړي بېرته ژوند ته وګرځي.

د خيبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په شيدو کلي کې د يوې پسرلنۍ مشاعرې جوړونکی ايمل خټک وايي د ناامنۍ پېښو پر وړاندې د پاکستان او افغانستان حکومتونو د ګډو همکاريو اعلانونو د سيمې خلک د خپل امنيت په اړه يو څه ډاډمن کړي نو ځکه د نوموړي په خبره په ادبي او کلتوري سرګرميو کې تېزوالی تر سترګو کيږي.

نوموړي وايي: ((په اول ځل موږ ګورو چې د پاکستان او افغانستان سياسي او پوځي قيادت د يوه بل په مسلو کې دلچسپي اخلي. نو په داسې يوه فضا کې موږ ضروري وګڼله چې سږنی پسرلی د امن او خوشاليو پسرلی جوړ کړو. موږ په شيدو کې دغه مشاعره راجوړه کړه، او د کاميابۍ اندازه يې تاسو له دې لګولی شئ چې زموږ له توقعاتو زيات خلک ورته راغلي وو او د شاعرانو له شعرونو يې ډېر خوند واخيست.))

اکبر سيال، چې په باجوړ کې د هغه ځای د يوې ادبي ټولنې په بلنه د ايجنسۍ په مرکز خار کې جوړې يوې مشاعرې ته ورغلی و، وايي چې په دغه غونډه کې سلګونه خلکو ګډون وکړ او د شاعرانو د امن سندرې يې ډېر په مينه او شوق واورېدې.

هغه مشال ريډيو ته وويل: ((د باجوړ دغه مشاعره د ملي، ادبي او همداراز سياسي نقطه نظر له پلوه ډېره په زړه پورې او خوندوره مشاعره وه. په دې خوښ يم چې سلګونه خلک هغلته راټول شو، شاعرانو خپلې ترانې او نظمونه واورول، د امن په حق کې او د جنګ په مخالفت کې. يقيناً د دغې مشاعرې تر شا د باجوړ د پوليټيکل انتظاميې لاس و، خو د هغه ځای د اديبانو او شاعرانو کار او زيار هم پکې شامل و. زه وايم چې د باجوړ دغه غونډه به د امن، خوشالۍ او د سپرليو يوه تازه وږمه ثابته شي.))

د اکبر سيال او ايمل خټک دواړو په خبره په سيمه کې بايد امن مشاعرې يوازې په پسرلي کې نه بلکې د کال په اوږدو کې په پرله پسې توګه جوړې کړل شي چې له لارې يې د جنګ او ناامنيو په مخالفت کې د ولس غږ لا ډېر پياوړی شي.

XS
SM
MD
LG