د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د سوداګرۍ پلاوی کابل ته ورسېدی


د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خورم دستګیر خان په مشرۍ کې یو لوړ پوړی پلاوی د سېشنبې په ورځ کابل ته ورسېدی.

نوموړي د کابل پر هوایې ډګر خبریالانو ته وویل ، غواړي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ له یو شمیر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

ده وویل ، هدف معلوم دی، چې باید د افغانستان او پاکستان د خلکو ملاتړ وشي، حقیقت دادی چې د سیمې خلک باید سوداګري د اقتصادي ودې ، سوکالۍ او د سولې د یوه بنسټ په توګه وکاروي.

ټاکل شوې چې ده چې د خيبر پښتونخوا ايالت د اعلى وزير پرويز خټک په مشرۍ یو بل جګپوړى پاکستاني پلاوى هم د سېشنبې په ورځ کابل ته ولاړ شي.

د خيبر پښتونخوا د اعلى وزير په مشرۍ دا پلاوى په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د پاکستان بېلابېلو پوځي او ملکي چارواکو هم افغانستان ته سفرونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG