د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا لوړ پوري چارواکي کابل ته ځي


Pakistan -- Parviz Khattak, chief minister of Khyber Pokhtunkhua province, Peshawar, undated.
Pakistan -- Parviz Khattak, chief minister of Khyber Pokhtunkhua province, Peshawar, undated.

د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی پرويز خټک په مشرۍ کې به د لوړ پوړو چارواکو يو پلاوی نن د سېشنبې پر ورځ کابل ته ځي او هلته به له افغان چارواکو سره ملاقات کوي.

د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت وياند شکيب مستغني د دوشنبې پر ورځ خبريالانو ته وويل چې دا پلاوی به له افغان ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د تجارت او افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کوي.

ياده دي وي چې دې وروستيو کې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف او نورو حکومتي چارواکو هم کابل ته څو ځل سفرونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG