د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د عمران فاروق د وژنې پر تړاو یو کس نیول شوی


پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د متحده قومي مومنټ ګوند يو مشر، عمران فاروق د وژنې په تړاو يې کراچۍ کې دي کيس يو مرکزي ملزم نيولي دی چې نن (سېشنبه) به عدالت ته وړاندې شي.

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير، چودري نثار علي خان د دوشنبې پر مازيګر په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې نيول شوي سړي هغه دوو کسانو ته ويزې او نورې ضرورې اسانتياوې برابرې کړي وي چې عمران فاروق يې په لندن کې ووازه.

چوهدري نثار زياته کړه:

(( له تېر يو کال راهيسې زموږ جاسوسي او امنيتي ادارو پوره کوشش کاوه چې دا سړی ونيسي ځکه چې دی د دي قتل مرکزي کردار دی. دا سړی له کراچۍ نيول شوی دی. هغه شواهد او اسناد چې موږ لرو او هغه معلومات چې موږ ته برطانيه او سکاټ لينډ يارډ پوليسو راکړي دي، نو په دي خبره اطمينان ښيم چې اوس به دي کيس کې بنيادي او تېز پرمختګ کيږي.))

ياده دي وي چې عمران فاروق په ۲۰۱۰ کال کې په لندن کې له خپله کوره بهر د چاقوګانو په وهلو وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG