د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: د سعودي ملګري يو خو د يمن په اړه د پارلمان پر پرېکړه ولاړ يو


پاکستانی وزیراعظم نواز شریف
پاکستانی وزیراعظم نواز شریف

نوازشريف اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د پارليمنټ هغه فیصله نه ماتوي چې تېره هفته يې يمن ته د پاکستاني پوځيانو د نه ليږلو په حق کې کړي ده.

پراګ: پرون د سعودي عرب د مذهبي چارو د وزير او پاکستاني پوځ مشر جنرل راحېل شريف سره تر جلا جلا ملاقاتونو وروسته د پاکستان وزيراعظم، نوازشريف اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د پارليمنټ هغه فیصله نه ماتوي چې تېره هفته يې يمن ته د پاکستاني پوځيانو د نه ليږلو په حق کې کړي ده.

نوموړي د يمن د کشالې د حل لپاره پر مذاکراتو ټينګار وکړ او و يې ويل، د پارليمان قرارداد په واضحه الفاظو کې ويلي چې د سعودي عرب د خودمختارۍ سرغړونه او يا هم هلته دوو مقدسو ځايونو ته ګواښ به د پاکستان قوي غبرګون راوپاروي.

نواز شریف زیاته کړه چې ، موږ دا ډاډ په داسې وخت سعودي عرب ته ورکړی چې زموږ پوځيان د ضرب عضب په عملياتو مصروف دي. موږ د سعودي سره د زمکنيوو حالاتو او ممکنه خطرونو د څار په اړه رابطې تېزې کړي دي. باور لرو چې د يمن د ولسمشر هادي د حکومت بهالول به دغه هيواد کې امن پر ځای کړي.

په يمن کې حوثي شيعه ياغيانو چې د رپورټونو له مخې يې ايران ملاتړ کوي، د سعودي عرب له ملاتړ برخمن، ولسمشر عبد ربو منصور هادي حکومت چپه کړی. سعودي عرب له پاکستانه د حوثيان پر ضد د روانو کاروايانو لړ کې پوځي مرسته غوښتې وه.

د پاکستاني پوځي پخوانی افسر بريګيډير محمد سعد وايي پاکستان بايد دا مرسته ورکړي.

ده زیاته کړه چې ، سعودي عرب او نور عرب ملکونه د پاکستان لپاره ډير اهميت لري. دغلته خوا او شا څلور نيم ملينه پاکستانيان روزګار کوي او هر کال په مليونونو ډالر تري پاکستان ته ورځي. بلخوا ايران د پاکستان سره دومره ژورې اړيکې نه لري. دوی په سيمه کې ځان پراخوي چې د پاکستان لپاره يې مخنيوی ډير ضروري دی.

د متحده عرب اماراتو د بهرنيوو چارو وزير دوه ورځې وړاندې د يمن په اړه د پاکستان د فیصلې په غبرګون کې وويل چې دا به ښې نتيجې ونه لري.

د سياسي چارو کارپوه محمد تقي وايي نوازشريف په ماهرانه ډول خپل پروني تقرير کې د عربانو د غصې د راکمولو کوشش وکړ.

محمد تقي وویل ، زما په فکر د پاکستان پوځ پخپله نه غواړي چې يمن ته لاړ شي ځکه چې هغه ډير پيچلی ځای دی. پوځ خو ښکاره دا نه وايي مګر پارليمان ته د دي خبرې وروړلو مانا همدا ده. بل د نوازشريف له خبر وداسې معلوميږي چې هغه ځان ته دا لاره پرانيستې پريښي چې يو وخت يو شمېر پوځيان يمن ته واستوي.

په همدي حال کې پاکستان کې د امريکا له خوا ترهګر اعلان شوي، حافظ سعيد په مشرۍ دجماعت الدعوه مذهبې ډلې ويلي چې که پاکستاني پوځيان د سعودي ملاتړ ته نه ځي دوی به خپل جنګيالي وليږي چې د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بريګيډير محمد سعد ورته خالي سياسي بيان وايي. سعد باور لري چې سعودي عرب داسې جنګيالي په خپله خاوره نه غواړي چې بيا يې دوی نه شي کنټرولولی.

ياده دي وي چې يادې ډلې په داسې حال کې د سعودي عرب په ملاتړ يمن ته د وسله والو د ليږلو خبره کړي چې پاکستان دي وروستيوو کې د ترهګرۍ ځپلو لپاره د نوې پاليسۍ د اعلان په وخت ويلي وو چې ښې او بدې وسله وال ډلې ټولې به ځپي او هيڅ يوې ته به د فعاليت اجازت نه ورکوي.

د نواز شریف د تازه څرګندونو جاج

د وزیراعظم نواز شریف دې څرګندونو ته په کتلو دا پوښتنه راپورته کېږي چي د دې هېواد پارلېمان د يوه پرېکړه ليک له لارې وار له مخه د اسلام آباد دريځ په ډاګه کړی وو نو بيا هغه کومه وجه ده چي نوازشريف يې وضاحت ته اړ کړ؟

عبدالحي کاکړ په اسلام آباد کې ميشت د سعودي عرب لپاره د پاکستان له پخواني سفير آياز وزير سره مرکه کړېده او په پیل کې یې هم دا پورتنۍ پوښتنه د هغه مخې ته یښې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG