د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزی ایجنسۍ: هوايي بمباریو مشکوک وسله وال او عام وګړي وژلي دي


جیټ الوتکې (پخوانی عکس)
جیټ الوتکې (پخوانی عکس)

په اورکزی ایجنسۍ کې د جیټ طیارو او هیلي کاپټرو په بمباریو کې څلور مشکوک وسله وال او لږ تر لږه دوه عام وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

اورکزی ایجنسۍ: په اورکزی ایجنسۍ کې د جیټ طیارو او هیلي کاپټرو په بمباریو کې څلور مشکوک وسله وال او لږ تر لږه دوه عام وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

د پولیټکل انتظامې د چارواکو په خبره، دا مرګ ژوبله د دوشنبې په مازیګر او بیا د سېشنبې په سهار په بېلا بېلو سیمو کې د الوتکو په بمباریو کې رامنځ ته شوې ده.

د پولیټکل انتظامېچارواکي دا هم وايي چې په دې هوايي بریدونو کې د وسله والو دوه پټنځایونه هم په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي.

یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، الوتکو چپر میشتی ، شیخان ، تور سمت ، سیفل داره او شکر تنګی سیمو باندې بمباري کړېده چې پکې د څلورو مشکوکو وسله والو تر څنګ دوې مېرمنې وژل شوې دي او درې نورې مېرمنې او شپږ ماشومان ټپي شوي دي.

دې چارواکي وویل چې په تختک شیخانو کې هغه وخت عام وګړو ته مرګ ژوبله واوښته کله چې د بمباریو پر وخت د دیدن په نامه یو کس پر کور د هیلی کاپټرو ګولې پرې وتې.

ازادو سرچینو وسله والو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG