د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د يمن مسله د مذاکراتو له لارې هوارول غواړو”

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف سعودي عرب د يو سټريټيجيک اتحادي په يادولو سره يو ځل بيا وويل چې پر خاوره به يې هيڅ قسم تيری برداشت نه کړي خو نوموړي زياته کړه چې د يمن په کشاله کې به د پارليمنټ پر هغه فیصله عمل کوي چې د پوځيانو د ليږلو پر ځای د مذاکراتو د لارې د دې مسلې هوارول غواړي.

نوموړي د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د سعودي د مذهبي چارو د وزير او د پاکستاني پوځ د مشر سره تر جدا جدا ملاقاتونو وروسته خبريالانو ته وويل:

((ما د ايران د بهرنيوو چارو وزير ته چې د اپريل په نهمه پاکستان راغلی وو، وويل چې په يمن کې د حوثيانو په لاس د دغه هيواد قانوني حکومت چپه کولو يو خطرناک مثال جوړ کړی دی چې ټولې سيمې لپاره سخت خطرونه درلودلی شي. ما هغه ته وويل چې ايران دي پر حوثيانو خپل اثر رسوخ وکاروي چې مذاکراتو ته حاضر شي. پاکستان به د يمن د مسلې د حل لپاره په راتلونکو ورځو کې د سعودي عرب سره سفارتي سلا مشورې ډيرې کړي.))

ياده دي وي چې سعودي عرب په يمن کې د حوثي ياغيانو چې د رپورټونو تر مخه يې ايران ملاتړ کوي پر ضد د ولسمشر عبد ربو منصور هادي د حکومت پر ځای کولو لپاره له پاکستانه پوځي مرسته غوښتې وه خو د پاکستان قامي اسمبلۍ د يو قرار داد په منظورولو سره په دې شخړه کې د خپلو پوځيانو د ښکېلولو خلاف فیصله وکړه.

XS
SM
MD
LG