د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال فیض الله غیرت: د خوست امن د پخوا په شان خوندي دی


دخوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت
دخوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت

خواوشا دوه اونۍ وړاندې په خوست کې پر یو شمېر لاریون کوونکیو ځانمرګی برید وشو، چې له کبله يې ۲۲ تنه ملکي وګړي مړه او تر ۶۰ ډېر نور ملکیان ټپیان شول.

د دې خونړۍ پيښې وروسته په یاد ولایت کې خلکو سره یو شمېر امنیتي اندېښنې پیدا شوي او غواړي وپوهیږي، چې د دا ډول پيښو د مخنیوي له پاره امنیتي مسوولین څه پلانونه لري.

خو د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو سره په ځانګړو خبرو کې وویل چې په خوست کې امنیتي وضع ښه ده. له نوموړي سره په خوست کې د مشال راډیو همکار نجیب الله الوخیل مرکه کړې او په سر کې يې ځني پوښتلي، چې ایا په تحقیقاتو کې مو پر لاریون کوونکو د بریدګر هدف څرګند شوی همدارنګه د دې خونړۍ پيښې په تړاو د امنیتي ارګانونو له خوا کوم څوک نیول شوي او کنه ؟

ځواب: تاسو ولیدل چې د وطن دښمنانو په یوه داسې ډله چې په مدني حرکت کې روانه وهبرید وکړ، د دښمنانانو له خوا چې هېڅ وخت يې زموږ پر خلکو زړه سوۍ نه دی شوی، ځانمرګی برید وکړ او په دې برید کې زموږ بې ګنا خلک شهیدان او زخمیان شول، چې د امنیتي موظفینو له خوا د برید له هماغه وخته لازمې پلټنې، همدارنګه کشفي او اپراتیفي کارونه یې په اړه پیل کړي دي، چې په نتیجه کې د ملي امنیتي ځواکونو له خوا د ترهګرو یو شپږ کسیز ګروپ نیول شوی دی، انشاالله چې دوی به د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي.

مشال راډیو: په دې وروستیو کې ښار پورې تړلو سیمو او یا ښار ته په نږدې سیمو کې د ځينو ورانکارو تحرکاتو خبره کیږي، په دې اړه مو مالومات څه دي؟

ځواب: ما مخکې وویل چې په خوست کې میشت امنیتي ځواکونه لکه ملي اردو، ملي پولیس او نور د ترتیب شوي اپراتیفي پلان له مخې په ګډه د ښار په اطرافو کې په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې اسیب پذیره دي، او موږ تثبیت کړي دي په اړه يې د ورځې او شپې له خوا چاڼیز عملیات لرو، ټول مشکوک ځایونه موږ د تلاشي لاندې نیسو، نو زه منحیث دې یو امنیتي مسوول خوستوالو ته اطمینان ورکوم، لکه څرنګه چې مو د خلکو د ډاډمن امنیت له پاره هلې ځلې کړي همدا کوښښونه به روان وساتو.

مشال راډیو : د لاریون له پاره امنیتي تدابیر څرنګه وو، ایا د لاریون د تنظیمونکو له خوا تاسو ته د لاریون د وخت، مسیر او موخو په اړه مالومات درکړل شوي وو؟

ځواب: یو شی باید په ډاګه ووایم چې د مظاهراتو او تظاهراتو قانون موجود دی، د افغانستان اتباع حق لري، چې د قانون په چوکاټ کې مظاهره وکړي، په دې اړه نوي طرزالعمل کې راغلي چې باید د غونډو او لاریونونو ځای ته په ډله ییزه توګه تګ هم ونشي، هغه د لاریون خط سیر باید د پولیسو سره په تفاهم کې مالوم او ورته تدابیر ونیول شي.

مشال راډیو : داسې ویل کیږي، چې د امنیتي مسوولینو له خوا د لاریون تنظیمونکو ته د احتمالي برید او یا چاودنې په تړاو اطلاع ورکړل شوې وه، ایا داسې څه خبره شته؟

ځواب: په دې کې شک نشته، اطلاعات له مخکې موجود وي، خو ځیني اطلاعات بیا داسې وي، چې په مکمله توګه یا خو تثبیت شوي نه وي، خو کشفي ارګانونه د ډېرو مسلو په باب مالومات لري.

ما په خپله شخصاً، د ملي امنیت رئیس او قوماندان صیب لوا دې له پاره خپل تدابیر نیولي وو، موږ امنیتي ارګانونو په دې باره کې خپل مسوولیت ادا کړی دی.

مشال راډیو : اوس چې د دې ولایت د امن انځور یو څه تت شوی، ایا بیرته خپل اولې حالت ته راګرځيدلی شي؟

ځواب: انشاالله اطمینان ورکوم د خپلو امنیتي ځواکونو او د خوست د غیرتي او باهمته ولسونو په ملتیا لکه څرنګه چې د خوست پخوانی انځور و، په دې کې به بیا حالت نورمال وي، لکه څرنګه چې تاسو وینئ په دې څو ورځو کې دا ډول هېڅ پېښه نلرو، خپلو خلکو ته ډاډ ورکوم چې د دوی په کلکې همکارۍ به موږ دا امن ساتو او دا امن به د پخوا په شان خوندي وي.

XS
SM
MD
LG