د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انکار او د اماراتو اخطار


دپاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل رحمان دیمن په حالاتو خبرې کوي
دپاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل رحمان دیمن په حالاتو خبرې کوي

له متحده عرب اماراتو چاپېدونکې ورځپاڼې، ده نيشنل (The National) د پاکستان او عرب هيوادونو د اړيکو په اړه مقاله ليکلي ده چې پکې راغلي، متحده عرب امارات د پاکستان له خوا په يمن کې د سعودي عرب سره د پوځي ملاتړ نه کولو په فیصله خفګان ښودلی دی.

د لیکوالې په خبره متحده عرب اماراتو د پاکستان سره ډيرې مرستې کړي خو د اسلام اباد دا نوې تګلاره به د دواړو هيوادونو ترمنځ تعلقات ډير خراب کړي.

د نيشنل ورځپاڼه ليکي چې د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير واضحه کړې چې پاکستان به له دي امله خرابې نتيجې ولري چې د يمن په کشاله کې د سعودي عرب په مشرۍ اتحادي ځواکونو په عملياتو کې يې له برخه اخيستو انکار کړی دی.

د دې مقالې ليکواله، عايشه المعضوري لیکي چې سعودي عرب هم حق لري چې د پاکستان پر دي فیصله خفه شي. د هغې په خبره داسې ښکاري چې اسلام اباد د دي فيصلې له وجې په اوږده مهال کې رامنځته کېدونکو پايلو غور نه دی کړی ځکه چې له دي وروسته به پاکستان او خليجي هيوادونو ترمنځ بي باوري رامنځته شي.

په مقاله کې راغلي چې په يمن کې د سعودي عرب کاميابه کاروايي به هوثيان له منځه يوسي او د القاعده قوي مرکزونه به هم وځپي چې پر سيمه به پراخه اغېز ولري.

ده نيشنل ورځپاڼه ليکي د پاکستان خپل بل ګاونډي هيواد، ايران سره هم اړيکې ډيرې تودې نه دي ځکه چې دواړه هيوادونه پر پوله يو شمېر مسلې لري. تېر کال اسلام اباد ايران ته احتجاج وکړ چې ولې يې ديرش پوځيان د ايران ضد وسله والو پسې د پاکستان خاورې ته ورننوتي وو. په همدي حال کې ايران هندوستان ته نږدې شوی او افغانستان سره د مهمې چاه بهار بندر د لارې جوړولو لپاره د هندوستان له پوځي تجربې کار اخلي.

د يمن د کشالې په اړه د پاکستان پاليسۍ او پر هغې د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو د وزير څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د ليکوالې په خبره ، په دي وروستيوو کې د دواړو هيوادونو اړيکې ډيرې ښې وي. د دواړو ترمنځ تجارت د ۲۰۱۲ کال د اوه اعشاريه شپږ بيليونو څخه په ۲۰۱۳ کال کې لسو بيليونو ډالرو ته ورسيد.

همداراز د ورځپاڼې په خبره متحده عرب اماراتو پاکستان سره په بشري ناورينونو او نورو وختونو کې ډيرې مرستې کړي دي. په همدې موخه يې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان د مرستې پروګرام شروع کړ. متحده عرب اماراتو د دي پروګرام په ترڅ کې پاکستان کې د شيخ خليفه بن زيد النيهان پل علاوه ګڼ سکولونه يا ښوونځي او هسپتالونه جوړ کړي دي.

خو په مقاله کې راغلي چې اوس د يمن پر مسئله د اسلام اباد پاليسي د پاکستان او متحده عرب اماراتو اړيکې تر دي حده خرابې کړي چې د عرب اماراتو د بهرنيوو چارو وزير وويل چې دا به د پاکستان لپاره ښې نتيجې ونه لري.

XS
SM
MD
LG