د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د متحده عرب اماراتو د خارجه وزیر څرګندونې د سفارتي ادابو پرضد دي "


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان

پاکستان یمن ته د پوځونو د نه استولو د پریکړې په غبرګون کې د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې غندلي دي.

وروسته له هغې چې د پاکستان د پارلیمان ګډې غونډې پریکړه وکړه چې د سعودي عربستان په مشرۍ کې د اتحادي ځواکونو برخه به نه جوړیږي او یمن ته به ځواکونه نه استوي، د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو : دپاکستان پریکړه د تمې پرضد او خطرناکه ده. نوموړي وویل پاکستان د ایران پلوي کوي، نو ځکه یمن ته ځواکونه نه استوي. نوموړي همدارنګه ویلي وو چې د پاکستان بې پرېتوب به دوی ته ( اسلام ابادته )ډیره ګرانه پریووځي.

ددې په ځواب کې تيره ورځ د پاکستان د داخله چارو وزير چودري نثار علي خان ویلي چې د متحده عرب اماراتو د وزير دا بیان د سفارتي ادابو خلاف ورزي ده.

دپاکستان د پارلمان په ګډه غونډه کې یو ګوند هم یمن ته د ځواکونو د استولو ملاتړ نه و کړی، په متفقه قرارداد کې ویل شوي وو چې پاکستان به په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد جنګیدو ته ځواکونه نه استوي او په سیمه کې به د امنیت د پرځای کولو لپاره د نورو اسلامي هیوادونو سره په ګډه کار کوي.

XS
SM
MD
LG