د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د القاعده او طالبانو ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي


د تحریک طالبان پاکستان مشر ملافضل الله د خپلو ملګرو سره په یو نامعلوم ځای کې
د تحریک طالبان پاکستان مشر ملافضل الله د خپلو ملګرو سره په یو نامعلوم ځای کې

د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا اداره خبر ورکوي چې پوځ د افغانستان پولې ته نږدې په مومند ایجنسۍ کې لس وسله وال په ډزو وژلي دي.

پوځ ادعا کوي چې دغه وسله وال له افغانستانه پاکستان ته د اوړیدو په حال کې وو چې دوی په نښه کړل. پوځ وايي یوشمېر وسله وال بیرته له پولې پورې غاړې ته په تښتیدو بریالي شوي دي.

پاکستاني چارواکو نه دي ویلي چې وژل شوي وسله وال د کومې ډلې غړي وو، پاکستاني طالبانو هم په دې اړه خپل دریځ ښکاره کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چي تېره ورځ د هند و پاکستان د نیمې وچې لپاره د القاعده وسله والي ډلي ویاند په دا ډول بریدونو کي د دوو مشرانو په ګډون د خپلو پنځوسو وسله والو د وژلي پخلی کړی دی.

په دغه پيغام کې د يادې ډلې ویاند اسامه محمود ویلي چې د دوی وژل شوي دوه مشران عبیدالله او راجه سلمان نومیدل.

اسامه محمود په دغه پيغام کي زیاتوي چې د امریکايي بې پايلټه الوتکو په بريدونو کې د دوی د ډلې پنځوس غړي وژل شوي دي. تر دې مهاله پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG