د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د مخدره موادو د قاچاق په تور ۷۱ کسان نیول شوي


د خوست چارواکي د مخدره موادو د سوځولو پرمهال
د خوست چارواکي د مخدره موادو د سوځولو پرمهال

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې يې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې په اویا وو بیلابیلو قضیو کې د یوه اندازه نشه يي توکیو د نیولو تر څنګ ۷۱ تورن کسان هم نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.

د یکشنبې په ورځ خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د نیول شویو نشه يي توکو د سوځولو په ځای کې مشال راډيو سره د سوزیدونکو نشه يي توکو د ډولونو او اندازې په باب خپل مالومات داسې شریک کړل:

د خوست چارواکي مخدره مواد سوځوي
د خوست چارواکي مخدره مواد سوځوي

(( تقریباً ۴۰۲ کیلو چرس وو،۴۲۳ لیتره مشروبات وو، تقریباً درې کیلو پوډر یا هیروین وو، ۲۵۰ لیتره په یو بل شکل الکولي مشروبات وو، چې دا ټول نن وسوځول شول، چې د دې په تړاو چې ټولې اویا قضیې کیږي، په همدې اړه یواویا مظنونین هم نیول شوي دي، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته رسماً معرفي شوي دي.))

بل لوري ته د خوست د مخدره توکیو پر ضد ادارې مشر میرزاګل تڼیوال که له یوې خوا د پولیسو له خوا د نیول شویو نشه يي توکو او په تړاو يې د تورنو کسانو نیول ستايي، تر څنګ يې د ټولو امنیتي ادارو، د ولسوالیو د کارکوونکو او عامو خلکو هم غوښتنه کوي، چې په دې ملي مبارزه کې د پولیسو سره مرسته وکړي:

((د مخدره موادو پر ضد مبارزه یوه ملي او اسلامي مبارزه ده، په دې برخه کې د هر افغان مکلفیت او مسوولیت دادی، چې په دې برخه کې مبارزه وکړي، په ځانګړي ډول د نورو ادارو څخه مې هم دا غوښتنه ده چې په ښار او ولسوالیو کې د مخدره توکو پر ضد کلکه مبارزه وکړي، تر څو هغه دریمه درجه لاس پلورونکي چې په ښار او ولسوالیو کې دا توکي خرڅوي مخنیوی وشي.))

د خوست د ولایتي شورا رئیس امیرالله زړه سواند وايي، که چیرې د مخدره توکو د استعمال، خرڅلاو او قاچاقو پر وړاندې مبارزه جدي وي، نو دی باور لري، چې دا کار به د امنیت د ټېنګولو په کار کې اغېزمن تمام شي:

(( که چیرې د مخدره موادو استعمال او قاچاق کم شي او بالاخره بیخي ورک شي، مطمین یو چې زموږ امن به جوړ وي، نو نن ورځې نه مالومیږي، چې زموږ بیداره امنیتي ځواکونه د دې پدیدې د له منځه وړلو له پاره کلک هوډ لري او په دې برخه کې مو لاسته راوړنې هم عملاً ولیدې.))

که څه هم په خوست کې امنیتي چارواکي د نشه يي توکو د کاروونکو، خرڅوونکو او قاچاق برو پر وړاندې د کلکې مبارزې خبره کوي، خو بیا هم عام خلک دا مبارزه له دې کبله ډېره بریالي نه بولي، چې همدا اوس د ښار په ځینو ځایونو او کلیوالي دوکانونو کې نشه يي توکي په څرګنده خرڅیږي او د عاملینو د نیول کیدو او د قانون منګولو ته د دوی د سپارلو په اړه پوره کار نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG