د لاسرسي ځای

پکتيا: په احمدخېلو کې لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته


فایل فوټو

فایل فوټو

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ حسن خېلو کې له غرمې مخکې د سيمې د محلي پوليسو د قومندان په کور وسلوال بريد شوی دی او په ځواب کې يې افغان ځواکونو وسلوال په تېښته اړ کړي دي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي، چې په پېښه کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ځينې يې د سيمې په کلينيک او ځينې ټپيان مرکز ګردېز ته رالېږدول شوي دي:

(( په دې کې تقريباً لس تنه زخميان شوي وو، چې يو تعداد یې تاسې ګورئ، چې مرکز ته را انتقال کړل، چې زه همدا اوس د هغوی ليدنې ته ور روان يم. ))

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه ژوبل او وژل شوي کسان د حکومت له لوري په وار شويو هوان مرميو لګېدلي او مرستيال والي هم د خلکو د خبرو په غبرګون کې وايي، چې دوی خپلې پلټنې او څېړنې پيل کړې دي، چې معلومه کړي، پېښه څنګه رامنځته شوې ده او خلک د چا په مرميو لګېدلي دي ؟

(( دا موضوع موږ تعقيبوو، چې دا مرمۍ له کومې خوا لګېدلې ده، تر اوسه عامه ادعا داسې کيږي، چې دا هوان د حکومت له لوري راغلی ده او موږ خپلې پلټنې او څېړنې روانې کړې دي، چې معلومه کړو، مرمۍ له کوم لوري راغلې ده ؟ ))

د پکتيا ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين وويل، چې د يادې پېښې څخه وروسته پينځه تنه ټپيان او يو جسد وروړل شوي دی او په خبره يې، چې ټپيان ټول ماشومان دي.

د دې پېښې په اړه کوم وسلوال لوري تر دې دمه هېڅ نه دي ويلي او دا پېښه په داسې مهال رامنځته کيږي، چې د پکتيا په ټولو سيمو کې له محلي پوليسو څخه د ولس ملاتړ زيات ښودل کيږي.

XS
SM
MD
LG