د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت نجونې زدکړو ته تشویقوي


په سوات کې نجونې د سکول د ودانۍ مخکې ولاړې دي
په سوات کې نجونې د سکول د ودانۍ مخکې ولاړې دي

د خېبر پښتونخوا حکومت په مکتبونو کې د هلکانو او نجونو په زیات شمير کې د شاملولو لپاره د یو نوي کمپاین د پیلولو هوډ کړی دی.

صوبايي حکومت وايي دا کمپاین ( استاذ کور په کور ) نومیږي او په ترڅ کې به یې اته لکه ماشومان په سکولونو کې داخلولی شي. چارواکي وايي د دوی زیاته پاملرنه به نجونو ته وي، ځکه چې د جنګونو او ناامنو حالاتو له کبله نجونې له تعلیمه بې برخې پاتې شوې دي:

د تعلیم صوبايي وزیر عاطف خان پرون مشال رېډیو سره د خبرو په وخت وویل د سرکاري شمیرو ترمخه د هلکانو به نسبت زیات شمېر جینکۍ د سکولونو نه بهر دي :

(( د هلکانو په نسبت د جینکو د تعلیم کچه ډیره کمه ده، موږ د دې کمپاین د لارې هڅه کوو چې زیات نه زیاتې جینکۍ په سکولونو کې داخلې کړو. د دې کمپاین ترڅنګ دا پریکړه مو هم کړېده چې نجونو زدکونکیو ته د ۱۲۰۰ نه نیولې تر ۲۰۰۰ روپو پورې وظیفه هم ورکوو چې دوی تشویق شي. ))

دا په داسې حال کې ده چې د الف اعلان په نوم یوې غېر سرکاري ادارې په خپل یو وروستي راپور کې ویلي په خېبر پښتونخوا کې د سکول د عمر خوا اوشا ۲۵ لکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي چې پکې زیاتره برخه د جینکو ده.

XS
SM
MD
LG