د لاسرسي ځای

تازه خبر

" کیوبا اوس د امریکا لپاره خطره نه ده "


د امریکا او کیوبا ولسمشران روغبړ کوي
د امریکا او کیوبا ولسمشران روغبړ کوي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کیوبا د ولسمشر ( راوول کاسترو ) سره ملاقات کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځه په تیرو پنځوسو کلونو کې په اول وار د دې ډول اعلا پایې خبرې اترې کیږي.

دا شخصي ملاقات چې په پاناما کې د امریکايي براعظمونو د هېوادونو د سرمشریزې په څنګ کې ترسره شو، صدر اوباما یو تاریخي ملاقات بللی دی. اوبامه وايي :

(( زما پغام دا دی ،چې سړه جګړه ختمه شوه او زما په فکر کيوبا اوس د امريکا لپاره خطر نه دی. ))

د روانې مياشتې په لسمه په پاناما کې د امریکايي براعظمونو د هېوادونو سرمشریزې ته په خپله وينا کې امریکايي ولسمشر وويل:

(( لکه څنګه چې له کيوبا سره زموږ په اړيکو کې امريکا يو نوی باب پرانيزې ، نو موږ تمه لرو ، چې له دې سره به يو داسې ماحول جوړ شي چې به ورسره د کیوبا د خلکو ژوند ښه شي. دا به داسې نه وي چې موږ به يې په کيوبا په زوره ورتپو، بلکې دغه ماحول به په کيوبا کې د ژوند د هرې شعبې د خلکو په قابليت، خواهشاتو او خپل منځې مکالمو سره سره مخې ته راځي ، همداراز دوی به پخپله پريکړه کوي چې د دوی د سوکالۍلپاره کومه لار ښه ده. ))

د يورو نيوز نومې ويبپاڼې په يوه مقاله کې راغلي دي :که څه هم د لسيزو دښمنۍ وروسته د امريکا او کیوبا ترمنځ په مهمو خبرو اختلاف موجود دی خو دواړه هېوادونه غواړي چې راتلونکې کې ښې اړيکې ولري.

بلخوا بيا پرون د خالي پر ورځ د امریکايې صدر باراک اوبامه او د کیوبا دصدر راوول کاسترو ترمنځ تر ملاقات وروسته امريکايي ولسمشر وویل چې د کمیونیسټ مشرتابه په قیادت کې چلیدونکي دغه هېواد باندې به د جمهوریت او انساني حقونو لپاره فشار جاري ساتي

صدر اوباما وويل چې لا به هم د کیوبا او امریکا ترمنځه غټ او مهم اختلافات وجود لري ، ځکه چې امریکا به په کیوبا کې د جمهوریت او انساني حقونو غوښتنه کوي او کیوبا به په امریکايي تګلارو نیوکې کوي.

اوباما زیاته کړه : د ټولنې د جوړولو په اړه د دواړو هيوادونو په رويو کې هم فرق دی .

بلخوا د کیوبا ولسمشر راول کاسترو په تېرر وختونو کې د امريکا لخوا په کيوبا کې د کمېونسټ حکومت د ړنګولو هڅې غندلې خو نوموړي د امريکايې ولسمشر بارک اوباما ستاينه کړې او ويلې دي چې هغه ورسرهد بشري حقونو پر مسئله د بحث لپاره تيار دی.

کاسترو وويل د امريکايي ولسمشر په بيانونو کې يوه مثبته خبره دا ده چې هغه به د هغو هيوادونو له لسټ څخه د کیوبا د لرې کولو په اړه ډير زر پريکړه وکړي کوم چې له ترهګرۍ سره ملاتړ کوي.

د کيوبا ولسمشر زياته کړه : هغوي غواړي چې په هرڅه خبرې وشي خو د ده په خبره بايد چې له صبره کار واخستل شي. نوموړي زياته کړې کېدی شي چې په ځنو خبرو اتفاق وشي او په ځنو نه.

سپینې ماڼۍ تیره ورځ وویل چې دواړو مشرانو د سفارتي اړیکو د ښه کیدو او د یوه بل په خاوره کې د سفارتونو د پرانیستلو پر موضوعاتو وار له مخه په ټیلیفون خبرې کړې وې.

د اپریل د اتمې نیټې دغه ټیلفوني مکالمه د امریکا او کیوبا د مشرانو تر منځ په تیرو پنځوسو کلونو کې دوهمه یوه ده چې ترسره شوه. لومړۍ خبرې په دسمبر کې شوې وې.

په ۱۹۵۹ کال کې د کیوبا د اوسني ولسمشر ورور فیدرل کاسترو په خپل هیواد کې له یوه امریکایي پلوه دیکتاتوره واک خپل کړ او له دې مودې راوروسته د دواړو هیوادو چارواکو له څو غیررسمي غونډو پرته کله هم نه وو سره لیدلي.

XS
SM
MD
LG