د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل شوه


خوست کې د روغتیا نړیواله ورځ
خوست کې د روغتیا نړیواله ورځ

(( د افغانستان په خلکو کې رواني ناروغۍ، د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه، د زړه ناروغۍ او د ځینو انتاني او مکروبي ناروغیو شتون هغه ستونزې او ننګونې دي، چې باید افغان حکومت او نړیواله ټولنه ورته لازمې حل لارې پیدا کړي.))

یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي رئیس پروفیسور مغفرت الله عمل مشال راډیو ته په خوست کې د روغتیا د نړیوالې ورځې په اړه د جوړې شوې دستورې پر مهال وکړې.

مغفرت الله عمل وړاندې وویل :

((هغه ګواښ چې نړیوال روغتیايي سازمان هم هغې ته اشاره کړې ده، یوه داده چې په افغانستان کې د رواني امراضو کچه په لومړي قطار کې قرار لري، دویم زموږ په هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ده، تر هغې وروسته د اسهالاتو او د ماشومانو د تنفسي ناروغیو ګراف لوړ دی، د دې تر څنګ قلبي ناروغۍ هغه ګواښونه دي، چې د روغتیا په برخه کې یې ستونزې جوړې کړې دي.))

لمانځغونډه چې د خوست په لنکن ښوونیز مرکز کې جوړه شوې وه، په کې یو شمېر مدنی فعالانو هم برخه درلوده.

مدني فعال محمدغفور مهیدي د روغتیا ساتنې په برخه کې هغو مسئلو ته اشاره وکړه، چې په هغه کې مدني ټولنې د روغتیايي کارکوونکو سره مرسته کولای شي:

((مدني ټولنه د روغیتا ساتنې په برخه کې ډېر خدمات وړاندې کولای شي، مثلاً دوی په لارو، سړکونو او جادو کې د روغتیا په برخه کې پوسټرونه نصبولای شي، همدارنګه دوی کورنۍ د ماشومانو واکسین کولو ته هڅولی شي.))

محمدغفور مهیدي د رسنیو، راډيوګانو او تلویزیونو هم وغوښتل، چې د مدني ټولنې د یو مهم اړخ په توګه دې د خلکو په عامه پوهاوي کې خپله ونډه په ښه توګه ترسره کړي.

د خوست یو بل تن مدني فعال محمدجلال حقیقت ځدارڼ په خوست کې ځینو روغتیايي ستونزو او د هغو د لاملونو په اړه داسې وايي:

((یو لامل دادی چې په خوست او په ټول افغانستان کې د بیماریو د تشخیص له پاره اوسنۍ پرمختللي روغتیايي ټکنالوژي نشته، دویم لامل يې د هر ډاکټر روغتیايي کلینک، شخصي لابراتور، شخصي درملتون او د بې کیفیته تجارتي درملو پلورل دي، بل ډاکټران خپل زده کړي طبي اصول نه مراعتوي او د ځینو مشکوکو او ستونزمنو ناروغیو په اړه د ډاکټرانو تر منځ علمي او مشورتي ناستې نشته.))

د یادونې وړ ده په خوست کې که څه هم په مرکز او ولسوالیو کې روغتونونه او یو شمېر کلینکونه فعال دي، خو بیا هم ناروغ لرونکي شکایت لري، چې په دې روغتیايي مرکزونو کې د درملنې او تداوۍ له پاره د دوا درملو نیولې، بیا تر ډاکټر او نورو امکاناتو پورې ستونزې ډيرې دي او ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG